BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:47 گرينويچ 2006 ,17 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د صدام حسين محاکمه بيا پيل شوه

صدام حسين
د صدام حسين محاکمه به تر هغو روانه وي چې پرې د لگول شويو تورونو ټولي قضيې بشپړې شي
ادعا شوې چې صدام حسين په ١٩٨٢ م کال کې د ١٤٨ تنو د وژلو امر لاسليک کړى و. صدام داخبره منلې وه خو وروسته ېې انکار وکړ

د عراق پخوانى ولسمشر صدام حسين به اوس د د وجيل په ښارگوټي کې د ١٤٨ کسانو د وژل کيدو د لارښوونې د ځانگړې قضيې له کبله محاکمه کيږي .

په کال ١٩٨٢ کې د صدام حسين د وژلو د ناکامه هڅې څخه وروسته دغه کسان ووژل شول چې زياتره ېې ځوانان وو .

وړاندې په همدې مېاشت کې محکمې ته يو ليک وړاندي شو چې په ظاهره ېې داسي ښوده چې دغه کسان د صدام حسين په لاسليک وژل شويدي .

د عراق پخواني ولسمشر دامنلې وه چې د ولسمشر د دندو په لړ کې ېې دغه کار کړى وو.
خو وروسته پر دغه سند له لاسليک څخه ېې انکار وکړ .

نو ځکه تمه کيږي چې په بغداد کې د صدام حسين په تړاو جوړېدونکې محکمې کې کار پوهان دا تصديق کړي چې د وژنې پر دغه سند لاسليک په رښتينې توگه د عراق د پخوانى ولسمشر دى او که څنگه ؟

که پر هغه لگېدلى دغه تور ثابت شي نو د مرگ د سزا سره به مخامخ شي .

خو قاضيان غواړي چې د هغه د تورنولو لپاره په کال ١٩٨٠ کې د کردانو په وړاندې د انفال د جگړې په څير نورې قضيي هم محکمې ته وړاندې کړې چې په دې ډول د هغه محاکمه به تر هغې روانه وي چې پرې د لگول شويو تورونو ټولي قضيې بشپړې شي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت