BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:24 گرينويچ 2006 ,20 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د عراق پر يرغل درې کاله تير شول

عراق
د درې کاله پخوا په پرتله د امنيت وضعه لا هم نه ده ښه شوې .
پر عراق باندې د امريکا په مشرۍ کې د يرغل د دريمې کاليزې په درشل کې ولسمشر بوش په عراق کې د حالاتو زړۀ ډاډونکې ارزونه کړې ده .

دۀ وويل د متحدو ايالاتو تگلارې به په عراق کې بريالۍ شي او د راتلونکو نسلونو لپاره به د خوندي امنيت بنسټ کېږدي .

دۀ دا هم وويل چې له بغداده په دې رپوټونو ډاډه شوى دى چې وايي د ملي يو والي د يوۀ حکومت لپاره پرمختگ شوى دى خو دۀ پر عراقي سياستوالو ټينگار وکړ چې لا ډيرې هلې ځلې وکړي .

درې کاله وړاندې ايتلافي ځواکونو، د هغوى سياسي مشرانو او گڼو عراقيانو په گرانه دا گومان کولى شو چې عراق به له داسې وضعې سره مخامخ کيږي لکه څرنگه چې نن ورسره مخامخ دى.

د رژيم په نسکورولو کې امريکايانو يوازې له سلو يو څو زيات پوځيان له لاسه ورکړي وو خو له هغه وخته راپه دې خوا يې نور ٢٢٠٠ پوځيان وژل شوي دي.

عراقيان بيا په زياتې لويې شمېرې کې مړه شوي او دا لړۍ د هرې ورځې په حساب روانه ده.

خو د کردي شمال او د شيعه جنوب په زياتوسيمو کې په عمومي ډول ثبات ټينگ دى.
زياتې ستونزې په سني ميشته سيمو او هغه ځايونو کې دي چې سنيان او شيعه گان سره يوځاى ژوند کوي.

دا هغه ځايونه دي چې په کې د فرقه ييز اخ و ډب د خپرېدو ، د کورنۍ جگړې د پېلېدو او د هېواد د ماتېدو په هکله ويره شته ده.

هيله دا ده چې د ملي يووالي حکومت به هيواد يو موټى وساتلى شي خود دې حکومت په جوړيدو کې هم لا تراوسه څو اوونۍ پاتې دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت