BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:20 گرينويچ 2006 ,22 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د عراق لپاره د امريکايي تگلارې د بدلون نښې
عراق کې امريکايي عسکر
د امريکاد بهرنيو چارو وزارت يومشر مامور ويلي چې عراق کې د امريکا تگلاره د تکبر نه ډکه او احمقانه وه
پداسې حال کې چې عراق کې د تشدد د کميدو نښې نښکاري ، د امريکا متحده ايالتونه تر زياتيدونکي فشار لاندې دي چې هلته خپلې پوځي تگلارې کې بدلون راولي .

داسې نښې نښانې شته چې کيداى شي په رښتيا بدلونونه رامنځته شي

په تيرو څو ورځو کې امريکايي سياستولو او پوځي مامورينو داسې اشارې ورکړي چې اوس دوى دامني چې د عراق حالات مخ په خراپيدودي او دوى اوس پر يو لړ نوو احتمالي تاکتيکونو باندې غور کوي

خو د معمول په شان تصوير ډير پيچلى دى . په يوې وروستۍ قضيي کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خپل يو مشر مامورد څرگندونو څخه ځان ليرې وساته چې ويلي يې و چې امريکا په عراق کې د تکبر او حماقت سره عمل کړى.

د بې بي سي خبريال ډيويډ بامفورد هغو نښو نښانو ته کتنه کړې چې پدې وروستيو ورځو کې له واشنگټن څخه راچرگندې شويدي

د بي بي سي خبريال وايي دا تيرې اوه ورځې د عراق په اړه د امريکا د فکر په بدلون کې ډيرې د پام وړ وې

د تيرې دوشنبې په ورځ پدې هکله لومړني راپورونه را څرگند شول چې واشنگټن د عراق حکومت لپاره يو مهلت ټاکلى چې ترهغې پورې بايد د امنيتي ستونزو د کمولو لپاره يولړ سياسي گامونه پورته کړي

د سه شنبې په ورځ داسې خبرونه خپاره شول چې د جيمز بيکر ترمشرى لاندې د عراق په اړه د امريکا ددواړو گوندونو گډ هيات چې په نظر کې دې په څو راتلونکو اونيو کې خپل راپور وړاندې کړي ، په تدريج سره له عراقه د امريکايي ځواکونو د ايستلو مساله راپورته کړې او حتى پداسې وړانديز باندې هم غورکوي چې مخکې يې فکر هم نه کيده يعنې د عراق د سولې په پروسې کې د شريکانوپه توگه د سوريې او ايران راگډول.

او د پنجشنبې په ورځ ولسمشر بوش د معمول پر خلاف د يو خبريال د پوښتنې په جواب کې د ا ومنله چې کيداى شي په عراق کې د امريکايانو کړه وړه او تجربې د ويتنام د جگړې سره پرتله شي ، خو ښاغلي بوش ټينگار وکړ چې توپير يې دادى چې د ويتنام په پرتله به د عراق نتيجه ښه وي .

همدا راز د جمعې په ورځ د امريکا پوځي وياند جنرال کالدويل په صراحت سره وويل چې د بغداد دښار د امنيتي حالاتو د ښه کولو لپاره نوښت د هيلو سره سمې نتيجې ندې ورکړي

او د شنبې په ورځ ولسمشر بوش پدې هکله وغږيد چې څرنگه کيداى شي پوځي تاکتيکونه بدل شي

او اوس ځينې نورې پيښې هم رامنځته شوي چې واشنگټن کې يې بحثونه راپارولي – د بهرنيو چارو وزارت يو مشر مامور په يو عربي تلويزيوني چينل کې وويل چې عراق کې د امريکا تگلاره د تکبر نه ډکه اواحماقانه وه او د امريکا ددفاع وزارت يا پنتاگون سرچينو وويل امريکا د عراق د حکومت لپاره داسې يو مهال ويش جوړ کړى چې راز راز امنيتي هدفونه ترلاسه کړي – پداسې حال کې چې د امريکا د منځنى مودې انتخابات رانږدې کيږي داټول تصوير ښيي چې ښايي په عراق کې د امريکا تگلاره د يو ستر بدلون په درشل کې وي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت