محمد اسماعيل مياخيل |  |
 | | | که د امريکا نوي تگلاره د ايران او سوريا سره لاره يوسى نو دا به بصرې ته د وسلو په بندولو کې مرسته وکړې |
عراق کې د برتانيا برخليک له امريکا سره تړلي دى، تر څو چې امريکا کور ته نه وي ستنه شوى مونږ هم نشو ستنېداى . د پلان له مخې برتانوي پوځيانو د بصرى ښاربهر په يوه غټه اډه کې امنيت غښتلى کړى او د ښار دننه امنيت يي عراقى پوليسو او پوځيانو ته سپارلې دى. برتانوي ځواکونه به د امريکايي ځواکونو سره بيا هم مرستې لپاره پاتې کېږي چې د کويت او بغداد ترمنځ د سپلايي رسولو اساسى لارى پرله پسې امنيت وساتي. که امريکايانو له شيعه مليشى سره د جگړې لار غوره کړه لکه د امريکا ځينو مخورو څيرو په تيره سناتور جون مکين يې د ښاغلي رمسفليډ د تلو پر مهال غوښتنه وکړه نو په داسى حال کې به له بصرې څخه د برتانويانو په احتياط سره وتل يوه گډوډې رامنځ ته کړى. بل پلو ته که د امريکا نوي تگلاره د ايران او سوريا سره لاره يوسى نو دا به بصرې ته د وسلو په بندولو کې مرسته وکړې او په برتانوي سرتيرو باندې به بريدونه هم کم شى. |