BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نوري المالکي له عراقي شيعه مشرانو سره وکتل
نوري المالکي له عراقي شيعه مشرانو سره وکتل
شيعيه ملايان ښايي هغه مشخص خلک نه وي چې د امنيتي مسالو په اړه ور سره سلا او مشوره وشي
د عراق لومړي وزير نوري المالکي له دو مخکښه مذهبې مشرانو ايت الله سيستاني او مقتدى الصدر سره په دې موخه وليدل چې، په هغه هيواد کې د روان فرقه ييز تاوتريخوالي په راکمولو کې ورسره مرسته وکړي، دغه غونډه د عراق په جنوبي ښار نجف کې تر سره شوه.

شيعيه ملايان ښايي هغه مشخص خلک نه وي چې د امنيتي مسالو په اړه ور سره سلا او مشوره وشي خو په ننني عراق کې دوى ډير نفوذ لري او نوري المالکي د خپلو امريکايي ملگرو او عراقيانو له لوري تر سخت فشار لاندي راغلى چې تاوتريخوالى راکم کړي او دې هدف ته په رسيدلو کې نوموړى غواړي چې ټولې هغه لاري چاري چې په توان کې يې دي، وکاروي.

ښاغلى المالکي په څرگنده دا سې بولي چې ايت الله سيستاني دا واک لري چې عراق کي شيعيه گان د فرقه ييز تاوتريخوالي بندولو ته وهڅوي. خو که ايت الله د يوه پلار درجه لري، مقتدالصدر بيا يو داسې ياغي سياسي مشر دى چې د امريکاييانو سخت خلاف دى او په عامو وگړو کې هم د ملاتړ ژوره سټه لري. د مهدي پوځ په نوم دده پر مليشې په فرقه ييزو بريدونو کې دلاس لرلو تور لگول شوى دى.

 ښاغلى المالکي په څرگنده دا سې بولي چې ايت الله سيستاني دا واک لري چې عراق کي شيعيه گان د فرقه ييز تاوتريخوالي بندولو ته وهڅوي

د نجف په ښار کې تر غونډې د مخه ښاغلي المالکي امريکاييان وهڅول چې د مقتدى الصدر د مليشې هغه قومندان چې د وژنو د اداره کولوشک ورباندي کيږي، خوشي کړي. دا ددې نخښه ده چې ښاغلي المالکي د مقتدى الصدر سره د مخامخ کيدو پرځاى د امريکاييانو د غوښتنې پر خلاف له هغه سره همکاري ته ترجيح ورکوي.

په نجف کې دا غونډه په داسي حال کې تر سره شوه چې سبا د سعودي عربستان د مکې معظمه په ښارکې د سني او شيعيه مخکښه مذهبي مشرانو ترمنځ د بيا پخلاينې په موخه يوه غونډه کيږي. يواځي په عراق کې د فرقه ييز تاوتريخوالي ويره نه ده، بلکه په ټوله سيمه کې يي ددې انديښنه راټوکولې دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت