BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:00 گرينويچ 2007 ,15 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د صدام حسين مرستيالان په دار وځړول شول
د صدام حسين مرستيالان په دار وځړول شول
حکومتي وياند وويل د ا کسان نن سهار په سيمه ايزوخت درې بجې اعدام شول
د عراق حکومت تاييد کړې ده چې صدام حسين سره يوځاى په اعدام محکوم شوي په دار ځړول شوي دي. يوه د هغۀ ميرنى ورور او داستخباراتو مشر برزان ابراهيم التکريتي او بل د انقلابي محکمې پخوانى قاضي عواد البندر دى .

دا کسان صدام حسين سره يوځاى په ١٩٨٢ کال کې په دجيل کې د ١٤٠ شيعه گانو د وژنې له امله محکوم شوي وو. حکومتي وياند وويل د ا کسان نن سهار په سيمه ايزوخت درې بجې اعدام شول.

د اعدام پر مهال يو قاضي، څارنوال او يو ډاکټر موجود وو ، له اعدام وړاندې هلته ټولو موجودو کسانو يو سند لاسليک کړ چې د اعدام د سزا قانون سره سم چلن به کوي. وياند وويل قانون څخه د هيڅ ډول سرغړونې راپور نه دى ورکړ شوى.

 يواځينۍ پېښه چې د اعدام پر مهال رامنځ ته شوه هغه دا وه چې د برزان التکريتي سر له تنې بيل شوى
دولتي وياند

دا ځل د اعدام پر مهال هيڅ شعارونه نه دي ورکړ شوي او نه هم داسې خبرې شوي چې د محکوم شوو سپکاوى په کې شوى وي ده وويل يواځينۍ پېښه چې رامنځ ته شوې هغه دا وه چې د اعدام پر مهال د برزان التکريتي سر له بدن څخه بيل شوى.

ده وويل ددې کسانو کورنېو ته به د مړو د ترلاسه کولو لپاره خبر ورکول کيږي. د صدام حسين د اعدام په پرتله د ددې کسانو د اعدامولو خبر په بل ډول راښکاره شوه. د څو ساعتو تېرېدو وروسته چارواکو ددې دوو د اعدام خبر تاييد کړ.

يوۀ حکومتي وياند ويلي دي حکومت غوښتل هغه ډول غبرگون څخه مخنيوى وشي چې د صدام حسين د اعدام وروسته ښودل شوى . دنوموړي په اعدام له هغې وروسته سخت انتقادونه شوي وو چې يو موبائيل ټيليفون سره اخيستل شوي فلم کې د دار په تختې صدام حسين ته سپورې ستغې ويل شوې وې.

ورسره تړلي نور خبرونه
صدام حسين خاورو ته وسپارل شو
31 دسمبر, 2006 | خبرونه
٦٩ کلن صدام حسين اعدام شو
30 دسمبر, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت