|
صدام حسين خاورو ته وسپارل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق پخوانى ولسمشر صدام حسين نن ( يکشنبې د دسمبر ٣١ ) په خپل پلارني ښارگوټي کې خاورو ته وسپارل شو . دى د شنبې په ورځ د بشريت پر ضد د جرمونو په تور اعدام شوى و . دى تر سپېده چاود مهال ښه وړاندې وړاندې د ژمي په يخنۍ کې د يو شمير ويرجنو خپلوانو په وړاندې هغو قبرونو ته نژدې خاورو ته وسپارل شو چې د دۀ زامن پکې ښخ دي . دغه کلى د اواجه په نامۀ دى چې د دۀ پلارني ښارگوټي تيکريت ته نژدې دى . د شپې ناوخته مهال يوې امريکايي چورلکې د دغه ښارگوټي شمال کې يوۀ زاړۀ هوايي ډگر ته د صدام حسين مړى ورساوۀ . مړى هغۀ پلاوي ته وسپارل شو چې د صدام حسين د قبيلې مشرانو او د صلاح الدين ولايت والي يې مشري کوله . يوې ډلې ويرلړليو کسانو د سهار درې بجې د صدام حسين د ښخولو چارې په خپلو سترگو وليدې چې يوۀ جومات ته نژدې ترسره شوې. دغلته په لويې هديرې کې د صدام د زامن خاورو ته سپارل شوي دي . صدام حسين د شنبې په ورځ د بشريت پر ضد د جرمونو په تور اعدام شو . د اعداميدو د حالت يو ويډيويي فلم چې په گرځنده ټيلې فون اخيستل شوى اوس د اينټرنيټ له لارې ليدل کيږي . په دغه فلم کې ليدل کيږي د صدام حسين په غاړه کې پړى دى يو غږ اوريدل کيږي چې دۀ ته وايي ، دوژخ دې ځاى شه . صدام خاندي او ورته وايي چې تۀ دوژخ ته لاړ شه . دى کلمه وايي او ورپسې دى راځړيږي . څو شېبې وروسته يو څوک نارې وهي چې (( زورواکى راوپرځېد . )) دغه فلم ښيي چې پخوانى مشرتر پايه پورې په خپل هوډ ولاړ او پښېمانه نه دى . | ورسره تړلي نور خبرونه د صدام حسين د اعدام بهير ، انځوريز رپوټ30 دسمبر, 2006 | خبرونه ٦٩ کلن صدام حسين اعدام شو30 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||