|
٦٩ کلن صدام حسين اعدام شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق پخوانى ولسمشر صدام حسين د بشريت پر ضد د جنايتونو په تور د شنبې په ورځ ( د دسمبر ٣٠ د لوى اختر ورځ ) اعدام شو . د عراق دولتي تلويزيون ٦٩ کلن صدام حسين مجرم وبالۀ او ويې ويل د دۀ اعداميدلو د عراق د تاريخ يوې تورې دورې ته د پاى ټکى کېښود . د عراق د ملي امنيت سلاکار موافق الروبي چې د اعدام پر وخت حاضر و وويل صدام حسين تر سپيده چاود مهال وړاندې زندۍ شو او دغه چاره د ويډيويي فلم له لارې ثبت شوه . دۀ بي بي سي ته وويل صدام حسين په کراره په زولنو کې دار ته ورسول شو ، له دۀ سره قران شريف و او له سېکې لويدلى سړى ښکاريدۀ . صدام حسين د اعدام پر وخت مقاومت ونه کړ خو د تورې کڅوړې له په سرولو يې انکار وکړ . د اعدام چارې د عراق د پوځي استخباراتو په يوې پخوانۍ ودانې کې ترسره شوې چې اوس د امريکا په لاس کې ده . په بغداد کې د امريکا ځواکونه د تيارسي په حالت کې دي . د ښار په ځينو شعيه مېشتو سيمو کې د خوښۍ په دود د هوايي ډزو رپوټونه ورکړل شوي خو نورې برخې ارامې دي . د عراق د امنيت سلاکار د رسنيو هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې له صدام حسين سره د هغۀ ميرنى ورور برزان التکري او يو پخوانى قاضي اواد البندر هم اعدام شوي دي . د عراق د امنيت سلاکار وويل عراقي حکومت غوښتل چې صدام حسين جلا کړي . هغه نور دوه کسان به تر لوى اختر وروسته اعداميږي . دوى درې سره په ١٩٨٢ کال کې د نژدې ١٥٠ تنه شعيه گانو د وژنې په امر ورکولو تورن دي .
د عراق د تيلو وزير حسين شهرستاني بي بي سي ته وويل د پخواني ولسمشر د وژنې ورځ هغه وه چې د دۀ د قربانيانو کورنۍ ورته سترگې په لاره وې . خو دۀ ومنله چې دغه اعدام به په عراق کې د تاوتريخوالي د کچې په کميدو کې کومه ونډه ونه لري . د صدام حسين د اعدام د خبر تر خپريدا وروسته په يوۀ خپارۀ کړي بيان کې ولسمشر بوش وويل دا د عراق لپاره د يوې مهمې لاسته راوړنې په مانا ده . دۀ وويل د خپلو خلکو پر ضد د خورا بدو جرمونو په سر هم صدام حسين عادلانه محاکمه وليده . خو ښاغلي بوش وويل د صدام حسين په اعدامولو به عراق کې تاوتريخوالى ختم نه شي . د برتانيا د بهرنيو چارو وزير مارگريټ بکيټ وويل له صدام حسينه حساب وغوښتل شو . دې وويل برتانيا په عراق يا بل هر ځاى کې د اعدام د سزا ملاتړ نه کوي خو د خپلواکو هيوادونو د پريکړو درناوى کوي . رومن کاتوليکې کليسا د صدام حسين د اعدام مخالفت کړى دى . له واتيکان څخه په خپارۀ کړي يوۀ بيان کې ويل شوي دي دغه اعدام د ټولو وژنو په څير يوه خواشينونکې پېښه ده او دا خطر ورسره مل دى چې په عراق کې د نورو تاوتريخواليو زړى شي . صدام حسين نژدې ٢٥ کاله پر عراق واکمن و . د دۀ په واکمنۍ کې له ايران سره اوږده جگړه وشوه او پر کويت د عراق له لورې يرغل وشو . | ورسره تړلي نور خبرونه عراق : د صدام حسين اعدامول نه ځنډوو29 دسمبر, 2006 | خبرونه صدام حسين د مرگ په سزا محکوم شو05 نومبر, 2006 | خبرونه انځوريز رپورټ: صدام حسين په محکمه کې05 نومبر, 2006 | خبرونه د صدام حسين محاکمه بيا پيل شوه 17 اپريل, 2006 | خبرونه د صدام حسين محاکمه بيا پيل شوه28 نومبر, 2005 | خبرونه د صدام محاکمه تر نومبره ( ليندۍ ) وځنډيده19 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||