|
د صدام حسين محاکمه بيا پيل شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
صدام حسين او ورسره تورن يو يو د محکمې خونې ته وروغوښتل شول، چې په ځانگړې توگه د دې محاکمې لپاره په اصطلاح گرين زون، يا هغې سيمې کې چې خورا ټېنگ امنيت يې نيول شوى،جوړه شوې ده. صدام حسين، چې يو ټوک قرآن عظيم الشان ې په غېږ وه، وروستى کس وه چې خونې ته ور ننوته. دا محاکمه د شپږو اوونيو لپاره ځنډول شوې وه چې مدافع ډلې ته د تياريو لپاره نور وخت ورکړي. مدافع وکيلانو، د محکمې له لومړۍ غونډې راهيسته د خپلو دوو غړيو له وژل کېدو سره سره، ومنله چې په محاکمه کې گډون وکړي. تر بحث لاندې تورونه، په کال ١٩٨٢ کې د صدام حسين د وژلو له يوې هڅې وروسته ، ١٤٨ شيعه گانو له وژلو سره تړاو لري . بغداد کې د بي بي خبريال جيم ميور وايي په داسې يوۀ هېواد کې چې تاوتريخوالي پر سر اخيستى، امنيت د دغې محاکمې په اړه يوه لويه مسله ده. په خپله تورن، قاضيان، د دواړو اړخونو وکيلان او شاهدان ټول له لويو گواښونو سره مخامخ گڼل کيږي. تېره مياشت د محاکمې له يوې لنډې پرانستونکې غونډې يوه ورځ وروسته د مدافع وکيلانو يو په بغداد کې له خپل دفتر څخه وتښتول شوو، چې وروسته يې مړى په داسې حال کې وموندل شوو چې پر سر په گولۍ ويشتل شوى وه. دوه اوونۍ وروسته يو بل مدافع وکيل په خپل موټر کې ووژ ل شوو، او دريم يې ټپي شوو او له هېواده وتښتېده. او دغه راز باور کيږي چې مشر پلټونکى قاضي د وژنې په يوې دسيسې کې په نښه شوى وه چې په دې ورستيو کې د هېواد په شمال کې رابرسېره شوه. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||