|
عراق : د صدام حسين اعدامول نه ځنډوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د جمعې په سهار کرۍ ورځ دا گنگوسې او اټکلونه و چې صدام حسين يا اعدام شوى او يا هم اعداميدونکى دى . خو په ځايي وخت ماسپښين مهال د عراق د عدليې مرستيال وزير بي بي سي ته وويل چې محکوم شوى پخوانى ولسمشر لا هم له امريکاييانو سره دى . د امريکا د دفاع په وزارت کې سرچينې وايي دوى په تمه دي چې ډير ژر به صدام حسين د عدليې وزارت ته سپاري ښايي دغه کار د شنبې د ورځې تر پايه وشي . خو لا تر اوسه داسې تاييد شوي معلومات نشته چې کله به صدام حسين دار ته خوځيږي . د نړۍ له لروبره داسې غوښتنې هم شته چې صدام حسين دې نه اعداميږي . د دۀ وکيلان هم وايي چې که امريکاييانو په جگړه کې نيول شوى زنداني د هغۀ غليم ته وسپارۀ نو دا به د جينيوا د کانوانسيون خلاف عمل وي . خو لومړي وزير نوري المالکي ټينگار وکړ چې د اعدام حکم نه راگرځي . دۀ وويل که داسې وشي نو دا کار به د دۀ د قربانيانو عزت ته سپکاوى وي . يوازينۍ پوښتنه اوس دا ده چې دغه کار به کله کيږي ښايي د دې پوښتنې ځواب تر هغو ونه مومو چې صدام حسين مړ شوى نه وي . | ورسره تړلي نور خبرونه صدام حسين د مرگ په سزا محکوم شو05 نومبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||