BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:16 گرينويچ 2006 ,21 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عراق او سوريې ٢٥ کاله ورسته ديپلوماتيکى اړيکى بيا پيل کړى
عراق او سوريې ٢٥ کاله ورسته ديپلوماتيکى اړيکى بيا پيل کړى
د سوريې ډېرى وگړي سنيان دي
د سوريې ډېرى وگړي سنيان دي. دغه هېواد له عراق سره په دښتو کې گډه پوله لري او له ډېرې مودې ورته د شک په سترگه کتل شوي چې گواکې له عراقي اورپکو سره مرسته کوي.

د دوشنبې په ورځ د عراق لومړي وزير نوري المالکي پر سورې بربنډې نيوکې وکړې چې په عراق کې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې پوره مرسته نه کوي.

پر دا ډول يوې شاځمکې د بغداد او دمشق تر منځ د له ډېرې مودې پرې شويو ديپلوماتيکو اړيکو بيا ټېنگېدل خورا مهم دي، په تېره چې يوازې يوه اوونۍ له هغه وروسته رامنځته کېږي چې واشنگتن او لندن څرگنده کړه چې سوريه او ايران دواړه بايد پ عراق کې د ټيکاو په راوستو کې ونډه واخلي.

بغداد کې د سوريې د بهرنيو چارو له وزير سره په يوۀ گډ خبري کنفرانس کې د عراق د بهرنيو چارو وزير هوشيار زيباري وويل دوى پر امنيتي مسلو او په عراق کې د بهرنيو ځواکونو پر شته والي خبرې وکړې:

"لږ مخکې موږ د عراق او سوريې تر منځ ، د نژدې ٢٥ کلو له يوۀ بدمرغه ځنډ وروسته، د بشپړو اړيکو د بيا ټېنگولو په اړه يوه اعلاميه لاسليک کړه. موږ هيله لرو چې له دې وروسته عملي گامونه واخلو چې زموږ تر منځ د خبرو اترو او دوامداره تماسونو لارې پرانستل شي. "

د سورېې د بهرنيو چارو وزير وليد ال معلم هم د دواړو هېوادو تر منځ د خبرو اترو پر ارزښت ټينگار وکړ:

"زه خپل ورو هوشيار زيباري ته چې بغداد ته يې زما له رسېدو راهيسته دې کتنې ته ډېر پام کړى او د بري لپاره يې خپل وخت او هڅې ځانگړې کړې، د زړه له کومې مننه وايم. زه فکر کوم چې دا سفر گټور وه. دا زما هېله ده چې د دغو تاريخي اړيکو پر مخ ور پرانستى وي. "

دعراق او ايران تر منځ د ولسمشرۍ د کچې يوه غونډه هم د دې اوونۍ په پاى کې تهران کې په پام کې نيول شوې، چې کېدى شي سوريه هم پکې گډون وکړي. د بي بي سي خبريال ډېدوېد لاين چې بغداد کې دى وايي داسې بريښي چې په سيمه کې د ديپلوماسۍ چټکتيا ټول حيرانه کړي وي.

"ښايي دا هڅې تر هغه څه چې واشنگتن او لندن يې تېره اوونۍ کله چې په عمومي توگه يې د عراق د ستونزو په هواري کې د سوريې او ايران د ونډې په اړه خبرې وکړې، تمه کوله او يا يې غوښتل، په چټکۍ روانې وي. خو د عراق حکومت له خپلې خوښې سره سم روان دى. يو دوه ورځې مخکې د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم دغه هېواد ته يو ډېر بريالى سفر لاره. "

کتونکي وايي چې په چټکي روانه دا درې اړخيزه ديپلوماسي د دې ډېرېدونکي احساس له امله پيل شوې چې گنې په سيمې کې يو بدلون په رامنتځه کېدو دى. هغه بدلون چې په نژدې راتلونکې کې له عراقه د متحده ايالتو د پوځيانو د پړاويز وتلو د هيلو په نتيجه کې رامنځته شوى وي.

يو نوى واقعيت چې د سيمې ټول لوى لوبغاړي ښه پوهيږي چې ښايي ډېر ژر ورسره مخامخ شي. خو د متحده ايالتو د بهرنيو چارو وزارت د ايران نوښت ته چې د عراق او سوريې ولسمشران پکې گډون ولري، له احتېاطه ډک غبرگون څرگند کړ. د وزارت وياند ټام کيسي وويل ايران او سويره دواړه بايد خپل چلند بدل کړي چې دا ډول يوه کتنه گټوره ثابته شي.

"موږ دا خبره کړې او کوويې چې د سوريې حکومت د لبنان په چارو کې لاسوهنه کوي. موږ غواړو چې دا کار دې هرو مرو ودرول شي. او په يقين سره موږ نه غواړو چې بيا بهرني لوبغاړي وگورو، چې ايران هم په دې کې راځي. زه داسې احساس کوم چې بيرته هغه ځاى ته ورگرځو چې پيل مو ترې کړى وه. "

خو د تهران او دمشق له خوا د ديپلوماتيکو خوځښتونو په وړاندې له ټولو شکونو سره سره، څېړونکي وايي چې د بوش اداره پر دې خبرې پوهيږي چې دا ورستى نوښت تر هغه ډېر پورته دى چې هرکلى يې ونه شي. په حقيقت کې واشنگتن پوهيږي چې ښايي د يوې داسې راتلونکې لپاره نيک فال ونيسي چې کېدى شي په عراق کې د متحده ايالتو پوځي شته والى ډېر کم شي. دمشق او تهران هم پوهيږي چې د دا ډول يوې سناريو د راسپړېدو لپاره دوى بايد له همدا اوسه ځان چمتو کړي. او بغداد هم پوهيږي چې په سيمه کې سوله ييز ژوند لپاره له خپلو گاونډيو سره کوټلو خبرو ته اړتيا لري.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت