|
عراقي سياست کې يو تر ټولو ستونزمنه پوښتنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نوې جوړې شوې ټلوالې عراقي سياستوال پر دې غږېږې چې څنگه راډيکاله ځوان ملا مقتدا الصدر گوښه کړي. په عراقي سياست کې يو تر ټولومرکزي او ستونزمنه پوښتنه دا ده چې د مقتدا الصدر له ځواکمنې ملېشي د مهدي پوځ سره څه وکړي. سني عربان پر دې ملېشې تور لگوي چې د فرقه ييز اخ وډب بريدونه ترسره کوي او امريکان له ډېرې مودې راهيسې پر لومړي وزير نوري الماليکي ټينگار اچوي چې دا ملېشه دې له مېنځه يوشي. ځينې وتلي سياسي گوندونه دالصدر له راپورته کېدونکي اغېزه په ويره کې لوېدلي دي ،دوى هڅه کوي چې د هغه د کمزوري کولو او گوښه کولو لپاره نوې ټلواله جوړه کړي. دا به دوې مهمې کردي ډلې سره يوځاى کړي،چې يوه يې د شييعه گوندونو دعرا ق اسلامي انقلاب ستره شورا اېس سي اى ار اى او بل سني اسلامي گوند دى چې د هېواد اوسنۍ مرستيال ولسمشر طارق الهاشيمي يې مشري کوي. خو د ښاغلي ماليکي او د دهغه شييعه دعوه گوند لا تر اوسه د يوځاى کېدو پرېکړه نلري. لومړى وزير له سياسي پلوه د الصدر پر ملاتړ تکيه لري او د هغه د گوند ځينې غړي غواړي د گوښه کېدو پر ځاى دې هغه په په سياسي ډگر کې دننه ورسره وساتل شي ښاغلى ماليکي کېداى شي له خپلو سياسي سياليانو ويره لري چې ښايي د واشنگټن له غلي ملاتړ سره غواړي دى له دفتره پسې واخلي . تېره اونۍ ولسمشر بوش د نوې ممکنه ټلوالې له وتليو غړيو لکه د اېس سي اى ار اى له مشر عبدالعزيز الحکيمي سره ليده کاته کړي دي.بيا وروسته په شنبې هغه مرستيال ولسمشر طارق ال هاشيمي ته مېلمستيا لري. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||