|
په عراق کې ٥ برتانوييان تښتول شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت تاييد کړې ده چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې پنځه کسه برتانوييان تښتول شوي دي . دغه کسان د عراق د ماليې د وزارت له ودانۍ څخه د داسې وسله والو خلکو له خوا وتښتول شول چې د پوليسو جامې يې اغوستې وې . داسې گومان دى چې په تښتول شويو کې څلور کسه امنيتي کسان و چې د عراق د ماليې په وزارت کې يې بهرني کارپوهان ساتل . د امريکا يوه قراردادي امنيتي موسسه ، بيريينگ پواينټ ، وايي چې په تښتول شويو کسانو کې يو د دوى کارکوونکى و . د جرمني ديپلوماتان هم اوس د هغو رپوټونو پلټنه کوي چې وايي يو شمير جرمنيان هم ښايي تښتول شوي وي . بل پلو د متحدو ايالاتو پوځ په عراق کې نن ( سه شنبې د غبرگولي ٨ د مۍ ٢٩ ) د خپلو ١٠ تنو سرتيرو د وژنې خبر تاييد کړى دى . له دغو وژنو سره په تيرو دوه نيمو کالو کې روانه مياشت د امريکايي پوځيانو لپاره تر ټولو خونړۍ شوه . په دغه مياشت کې تر اوسه ١١٤ امريکايي سرتيري په عراق کې وژل شوي دي . بل پلو د عراقي پلازمينې په سويل ختيځو برخو کې د دوو جلا چاودنو له امله شاوخوا ٤٠ عراقيان هم وژل شوي دي . لومړنۍ چاودنه په داسې يوې څلور لارې کې وشوه چې عمومآ پکې شعييه کارگران د ورځنۍ دياړۍ يا مزدورۍ لپاره ټوليږي په دغې چاودنې کې ٢٢ کسان ووژل شول . دويمه چاودنه په يوۀ موټر کې د ځاى شوي بم وه چې ١٥ کسان يې ووژل . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||