|
عراق کې درنه جگړه روانه ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق پلازمېنه بغداد کې د پاڅونکو او امريکايي او عراقي ځواکونو ترمنځ درنه جگړه روانه ده. دا عمليات د ښار له مرکز سره نژدې د سني عربو يوې ولسوالى نه د پاڅونکو د له مېنځه وړولو لپاره پېل شوي دي. سرتېري د حيفه کوڅې ته دلمرخاته پر وخت په داسې مهال کې ننوتي دي چې د امريکا ولسمشر بوش لږ گړۍ دمخه کانگرس ته په خپله وينا کې پر هغوى ټينگار وکړ چې عراق ته د سرباري سرتېرو استولو هوکړه ورکړي. په سيمه کې تر څو ساعتونو د درنو چاودنو او ماشينگڼو غږونه اورېدل کيدل . د متحده ايالاتو پوځي وياند ويلي امريکايي پوځيانو ته مرگ ژوبله رسېدلې خو نور معلومات يې ورنه کړل. د عراق ددفاع وزارت وايي دوه پاڅونکي يې وژلي او يو شمېر نور يې نيولي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه د صدام حسين مرستيالان په دار وځړول شول15 جنوري, 2007 | خبرونه عراقي سياست کې يو تر ټولو ستونزمنه پوښتنه 12 دسمبر, 2006 | خبرونه په عراق کې د پنجشنبي په ورځ ٢٠٠ کسان وژل شوي24 نومبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||