BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:07 گرينويچ 2006 ,24 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په عراق کې د پنجشنبي په ورځ ٢٠٠ کسان وژل شوي
پوليس وايې په عراق کې د پنجشنبي په ورځ ٢٠٠ کسان وژل شوي
په بغداد کې دگرځبنديز له لگېدو څخه دښار ټولې کوڅې چوپتيا نيولې دي.
په عراق کې پوليس وايې چې اوس داسي معلومه شوې ده چې په بغداد کې پرون څه د پاسه دوه سوه کسان وژل شوي دي.

دوى وايي چې څه له پاسه دونيم سوه نور کسان ټپيان شوي دي. پوليس وايې چې په دوه زره دريم کال کې دامريکا په مشرۍ کې د تيري وروسته دا تر ټولو سخت تاوتريخوالى وو.

په بغداد کې د نامالومې مودې لپاره گرځبنديز لگيدلى دى.

د بي بي سي خبريال گليچر وايې چې په بغداد کې دگرځبنديز له لگېدو څخه دښار ټولې کوڅې چوپتيا نيولې دي.

"زه په يوې په يوې لويې لارې کې ولاړ يم چې د بغداد مرکز ته غځېدلې ده،بې له امنيتي کسانو به په مټې د يو بل چا خوزښت ووينې.د ښار اوه ميلونه وگړي د تړليو ورونو شاته بند پاتې دي په دوى کې هيڅ يو نه پوهېږي چې څه مهال به گرځبنيدز اخيستل کېږي.
د بغداد نړيوال هوايي ډگر د هر ډول مسافر وړونکو الوتنو پر مخ تړل شوى دى.په جنوبي ښار بصرې کې هم هوايي ډگر تړل شوى دى."

د بغداد په سدر ښار کې د ورانونکو بمي چاودنو غندنه دډېرى سني شييعه او کردي سياستوالو لخوا په پراخه کچه غندل شوې دي.دغه سياستوالو په عراق خلکو ته د پر امنه اوسېدو غږ کړى دى

په لومړى سپېدو کې خلکو په سدر ښار کې خپل مړي خارو ته وسپارل. په سلگونه خلک له تابتونو سره روان وو .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت