BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:34 گرينويچ 2008 ,04 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايي پوځيانو نهه عراقيان ووژل
امريکايى سرتېرى
دا لومړى ځل نه دى چې بغداد کې امريکايي پوځيان بې گناه ملکي وگړي په نښه کوي، په تېر نومبرکې هم د بغداد شمال پلو التاجي ښارگوټي کې ٢٥ بې گناه ملکي کسان ووژل شول.
په عراق کې د امريکا پوځي چارواکي وايي د بغداد په سويل الاسکندريه ښارگوټي کې له القاعده سره په يوۀ بريد کې'په تېروتنې'' د يوۀ ماشوم په گډون نهه بې گناه عراقيان ووژل شول.

په عراق کې د امريکا پوځ څرگنده کړه چې په دې عملياتو کې درې ملکي کسان ټپيان شوي چې دوه يې ماشومان دي. خو په سيمه کې عيني شاهدان وايي چې د امريکايي پوځيانو په دغه هوايي بريد کې ٢٠ ملکي وگړي وژل شوي چې ١٧ يې د يوې کورنۍ غړي ول.

د امريکايي چارواکو په يوۀ راپور کې راغلي چې له بريد وروسته بهرني ځواکونه د ښار له يوه قومي مشر سره کتلي او ټينگار يې کړى چې د نوموړې ''پېښې'' په اړه به څېړنه کوي. راپور زياتوي چې په سيمه کې مېشتو امريکايي چارواکو د ټپيانو له کورنيو څخه بښنه غوښتې ده.

دا لومړى ځل نه دى چې په سيمه کې امريکايي پوځيان بې گناه ملکي وگړي په نښه کوي.

په تېر نومبر کې هم د بغداد شمال پلو التاجي ښارگوټي کې يوۀ عراقي چارواکي خبردارى ورکړى و چې امريکايي پوځيانو د القاعده ډلې پر ضد ١٢ ساعته عملياتو کې ٢٥ ملکي کسان ووژل.

بل خوا پرون (يکشنبې، ٣ جنورۍ) د بعقوبې ښار په مرکز کې د امريکايي امنيتي مسوولينو سربېره په سيمه کې د سيمه ييزې شورا امنيتي مسوول حسين الزبيدي د يوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.

نورې پېښې:

د عراق په شمال کې ايتلافي ځواکونو پرون (يکشنبې) درې شکمن وسله وال کسان ووژل او ٣٦ نور يې اسيران ونيول.

همداراز د بغداد په الکاظميه سيمه کې د عراقي پوليسو او وسله والو کسانو ترمنځ نښته کې دوه کسان ووژل شول او درې نور سخت ټپيان شول.

او د بعقوبې ښار لوېديځ الکاطون سيمه کې په يوۀ بله نښته کې څلور وسله وال کسان هغه وخت ووژل شول چې عراقي پوليسو يې پر کور چاپه واچوله، همدا راز د بغداد په سويل الکوت ښارگوټي کې يو پوليس هغه مهال ووژل شو چې له يو تېزرفتاره موټره پرې ډزې وشوې.

د عراق د پارلمان پروينا، پرون په بعقوبه کې دوه امريکايي امنيتي چارواکي د ديالي ولسوالۍ د امنيتي مسوول سربېره په يوه چاودته کې ووژل شول.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت