|
د بغداد چاودنې ١٣ کسان وژلي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق پلازمېنه په څو مياشتو کې په لومړي ځل له يوې خورا لويې چاودنې سره مخامخ شوه . په دغې چاودنې کې د بغداد ١٣ اوسيدونکي وژل شوي او گڼ نور پکې ټپيان شوي دي . پوليس وايي بم په هغې پېټۍ کې اېښودل شوى و چې مرغان پکې راوړل شوي و . چاودنه د مرغانو او څارويو د پلورلو او پېرلو په يوۀ بازار کې وشوه چې خورا ډيره گڼه گوڼه پکې وه . دغۀ بازار ته د جمعې په ورځو خورا ډير خلک ورځي . په بغداد کې د بي بي سي خبريال وايي دې چاودنې د خلکو هغه ډاډ ټکنى کړ چې ويل يې اوس د ډيرو شويو امريکايي سرتيرو له امله دغلته کراري ده . د بغداد د امنيت په باب خبرو په سوريې کې ميشت عراقي کډوال په دې وروستيو کې هڅولي او دغه ښار ته هره ورځ په سلگونو کډوال ورستنيږي . | ورسره تړلي نور خبرونه امريکايي ځواکونو کربلا عراقيانو ته وسپارله29 اکتوبر, 2007 | نړۍ ولسمشر بوش عراق ته په ناڅاپي سفر تللى03 سپتمبر, 2007 | خبرونه عراقيان د راتلونکي په اړه بدبينه دي19 مارچ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||