BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:02 گرينويچ 2007 ,29 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايي ځواکونو کربلا عراقيانو ته وسپارله
امريکايي سرتېري په کربلا کې
خبريالان وايي سره له دې چې کربلا عراقيانو ته وسپارل شوه، خو هلته امنيتي حالات لاهم ډېر خراب دي
په عراق کې امريکايي ځواکونو د کربلا ولايت واگې تر ټينگو امنيتي تدابيرو لاندې سيمه ييزو چارواکو ته سپارلې دي.

کربلا له هغو ١٨ ولايتونو څخه يو اتم دى چې واگې يې بايد سيمه ييزو عراقي مامورينو ته وسپارل شي. په دغه ولايت کې ډېرى مېشت وگړي شيعه دي.

د کربلا له سپارنې سره هممهاله د بغداد شمال ته په بعقوبه کې ځانمرگي بريد چې د پوليسو يو مرکز يې په نښه کړى و٢٧ کسان ووژل، چې ډېرى يې پوليس وو.

له امريکايي ځواکونو څخه عراقيانو د سپارنې په غونډه کې عراقي لومړي وزير نوري المالکي سر وټکاوۀ چې د هېواد د امنيتي ځواکونو بياجوړونه يې خورا ورو پرمخ روانه ده.

دۀ وويل: '' اجازه راکړئ چې ووايم موږ ډېر ځنډېدلي يو، ډېر ناوخته شوي يو چې د هېواد امنيتي ځواکونه بيا ورغوو. دا د ځينو لاملونو له مخې، چې زه نه غواړم دلته يې يادونه وکړم. ''

دۀ زياته کړه چې روان کال د عراق د امنيت د ښۀ کولو لپاره دى او راتلونکى کال به د دغۀ هېواد د بيارغاونې لپاره وي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي سره له دې چې کربلا عراقيانو ته وسپاره شو، خو حالات لا هم خورا خراب دي. يوازې تېر اگست مياشت کې د شيعه اورپکو او پوليسو تر منځ په نښتو کې دلته ٥٠ کسان ووژل شول.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت