BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:38 گرينويچ 2006 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په عراق کې دامريکې اوبرتانيې دکړنلارې بدلون
جورج بوش اوتوني بلير
ښاغلي بلير اوبوش دعراق په ثبات راوستلو کې له ايران او سوريې نه مرسته غواړي
برتانيي په ايران اوسوريې غږ کړى چې دعراق په ثبات راوستلو کې له نړيوالې ټولنې سره همکاري وکړي.

دهيواد بهرنيو چارو وزيرې مارگريت بيکت وويل چې دادوه هيوادونه د مسلې دستونزې پرځاى بايددهغې دحل برخه شي. لومړي وزير توني بلير به ماښام دخپلو خبر و په ترڅ کې له ايران اوسوريې نه دمنځني ختيځ دسولې په بهير کې درغنده ونډې غوښتنه وکړي.

همداموضوع به دولسمشر بوش اودهغه دبهرني تگلارې دکارپوهانو په خبرو کې هم تربحث لاندې وي چې دعراق دتگلارې په اړه به خبرې وشي. لکه چې دبي بي سي خبريال جوناتن مارکوس وايي دادواشنگتن دتگلارې بدلون ښيي.

په منځني ختيځ کې دامريکې تگلاره بدليږي. داپه واشنگتن کې دبدلون هغه نښې دي چې ټول يې کتلى شي. دامريکې ددفاع وزير دونالد رمزفليد استعفا ورکړه اوداسې سړى يې پرځاى کيني چې دبوش له ادارې يې له ايران سره دخبرو اترو غوښتنه کړې وه .

دى دسي اى اې پخوانى مشر روبرت گيت دى .دامريکې دمتحدو ايالتونو دبهرنيو چارو دپخواني وزير جميز بيکر پلان چې دبوش دکورنۍ ملگرى هم دى اوس دعملي کيدوپه لور روان دى .نوموړى په عراق کې دبديلې لارې دموندلو په لټه کې دى .

دسه شنبې په ورځ به دبيکر ډله له ښاغلى توني بلير سره هم خبرې کوي. ددوى رپوټ به راتلونکې اوونۍ خپريږي. دوى ښايي دامريکې ادارې ته ددې سلا ورکړي چې له ايران او سوريې سره خبرې اترې پيل کړي اوښايي له عراقه دامريکايي پوځونو وتلو ته لاره هواره شي.

په امريکا کې دسوريې سفير ايماد مسطفى ويلى دى هيواد به يې په خوښى سره دعراق په ثبات راوستلو کې مرسته وکړي که عراقيان ترې وغواړي ، خونوموړي زياته کړه امريکا دې هم داومني چې پخپله عراقي تگلاره کې پاتې راغلى دى.

ايران ويلي چې دوى پدې برخه کې دامريکې دتگلارې روښانتيا ته سترگې په لاره دي اوله امريکې نه يې غوښتي د ي چې پدې برخه کې توضيحات ورکړي. دحکومت وياند غلام حسين الهام ويلي دي که امريکايان رښتياهم ددې غوښتونکي وي نودابه د وضعې له رغيدوسره مرسته وکړي.

نودنووتگلارو درابرسيره کيدو نښې په ښکاره کيدو دي . په عراق کې دسوريې اوايران ښکيلتيا اودفلسطينيانو اواسرايلو ترمنځ خبرې اترې به په ټوله سيمه کې دموکراسي رامنځ ته کړي .گوت نيوونکي به ښايي ووايي چې دواشنگتن په تگلاره کې به بدلونونه راشي خو دابه نور څه بدل کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت