BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:07 گرينويچ 2007 ,13 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په عراق کې بمي بريدونو ٤٠ تنه وژلي

اماره بريد
سيمه ييز شنونکي فکر کوي چې دغه بريد په اماره کې د شيعه ډلو ترمنځ د خپلمنځي تاوتريخوالي پايله ده.
عراقي پوليس وايي چې په سوېلي ښار اماره کې درې موټر بمو بريدونو لږ تر لږه څلويښت کسان ووژل او له سلو ډير نور يې ټپيان کړل .

پوليس وايي چې په درې واړه چاودنې پر سيمه ييز وخت نژدې ١١ بجې وشوې .

دوه لومړنۍ چاودنې د گاډو دگڼې گوڼې په يو تم ځي کې وشوې چې وزگار خلک د کار د موندلو په تمه په کې ولاړ وو.

دريمه چاودنه هغه مهال وشوه چې خلک د لومړنيو چاودنو په ځاى کې راټول شول.

ډيرى خلک په دريمه چاودنه کې ووژل شول ، تر اوسه پورې کومې ډلې يا گوند ددې بريد پړه په غاړه نه ده اخيستې .

په بغداد کې د بي بي سي يو خبريال وايي چې دغه ډول بريدونه په دوديز ډول ډير لږ تر سره کيږي.

د اماره ښار له بغداد څخه نژدې ٣٠٠ کيلومټره ليرې د ميثان په ولايت کې پروت دى .
ددې سيمې ډيرى اوسيدونکي شيعه گان دي خو دلته د شيعه ډلو ترمنځ خپلمنځي نښتې هم کيږي.

د امارې دغه بريد په عراق کې د لويو بريدونو په کتار کې راځي .

سيمه ييز شنونکي فکر کوي چې دغه بريد په اماره کې د شيعه ډلو ترمنځ د خپلمنځي تاوتريخوالي پايله ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت