|
عراقي نجونې د سوريې په نڅا ځايونو کې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سوريې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د مارابه ولسوالۍ په رنگينو او زړه راښکونکو کوڅو کې گڼ نايټ کلبونه شته دي. دلته يوازې له سوريې څخه نه بلکې له سعودي او عراق څخه هم خلک ددې ځوانو نجونو د نڅا دنندارې لپاره راځي. په دې نايټ کلبونو کې نڅا کونکې نجونې ډېرې د کم عمر دي چې ډېرى يې عراقي کډوال دي. دوى دهغو پيسو د تر لاسه کولو لپاره چې د نڅا په ترڅ کې پر هغوى شيندل کېږي، دې کار ته مخه کړې. ددې نڅاگرو نجونو خواوشا ساتونکي گمارل شوي چې خلک هغوى ته د نژدې کېدوهڅه ونکړي. خو ددې ساتونکو له امله خلکو ته له دې نجونو سره د جنسي اړيکو د ټينگولو لاره اواريږي. د تېرو څلورو کلونو په موده کې په سلگونو زره عراقي کورنۍ سوريې او اردن ته کډه شوي دي . په دوى کې گڼ شمېر داسې کورنۍ هم شته چې د کور دچلولو مسوليت په غاړه لري. که څه هم د سوريې چارواکي او مرستندويه ټولنې د دې نجونو د کره شمېرې په اړه مالومات نه لري خو په هغوى کې ډېرى ښځې وايي چې د مارابه ولسوالۍ په څېر سيمه کې له دې کار پرته بله لار نه لري. ١٤ کلنه رفيف چې معصومه څېره لري هم ددې نجونو له ډلې څخه ده خو هغه په دې دردونکي حالت نه پوهيږي په کوم کې چې هغه ژوند کوي،دا وايي: ((زما درې خوېندې دي چې واده شوي او څلور وروڼه مې دي. هغوى ټول په بغداد کې دي، زه له خپلې مور او کشر ورور سره دلته راغلې يم او زما ټوله کورنۍ له دې ناخبره ده چې زه دلته څه کوم)). د رفيف په وينا په سوريه کې د کډوالو په کار د بنديز له امله له هغوى سره شته پيسې په څو ورځو کې خلاصې شوې او د هغې مور له نورو لارو د پيسو د گټلو هڅه پيل کړه،هغه وايي : ((يوه ښځه زما مور ته راغله او خبرې يې ورسره وکړې له هغه وروسته زما مور دې ځاى ته زما د رالېږلو پرېکړه وکړه. موږ پيسو ته اړتيا لرله. ددې کار له امله زه يو ځل د پوليسو له خوا تر نيولو وروسته عراق ته وشړل شوم خو په يو بدل پاسپورټ بيرته راغلم)). دا وايي چې په يوه شپه کې نږدې دېرش ډالره پيدا کوي خو کله چې هغه شخصي ماڼيو ته بېول کېږي نو تر سل ډالرو پورې تر لاسه کوي. خو رفيف په دې اړه چې د يادو شويو پيسو په بدل کې کوم کارونه کوي له څه ويلو ډډه وکړه. له دندې سره تړلې بدلمنۍ په خپله خوښه ښځې ددې کارد ترسره کولو لپاره نه تياريږي. ١٦ کلنه ندا وايي چې پلار يې د عراق او سوريې پر سرحد يوازې پريښوده ،هغه له دې امله چې د ندا د تره زوى پر هغې جنسي تېرى کړى و. پنځه عراقي نارينه وو نوموړې دمشق ته راوستله چيرته چې يې جنسي تيرى هم پرې وکړ او بيايې پر داسې ميرمنې وپلورله چې هغې نوموړې په رنگينو ودانيو او د شپې په نڅا ځايونو کې نڅا ته اړويستله . ندا اوس په يو حکومتي ساتندويه مرکز کې په دې تمه شپې ورځې سبا کوي چې عراق ته بيا واستول شي. د سوريې د چارواکو په وينا پوليسود شپې په نڅا ځايونو کې داسې نجونو هم نيولي دي چې يوازې ١٢ کاله عمر لري. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||