|
ځانمرگي بريدونو په عراق کې په لسگونو کسان وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په عراق کې پوليس وايي په دوو ښارونو کې په غبرگو ځانمرگي بريدونو کې په لسگونو کسان وژل شوي. چارواکي وايي لومړنۍ شمېرې ښيي چې تر ٣٠ زيات کسان په بيجي او بعقوبه ښارونو کې په دغو ځانمرگي بريدونو کې وژل شوي او تر سل زيات نور ټپيان شوي. په بيجي کې د پوځ د پوستې څنگ ته د موټر بم چاودنې تر شل زيات کسان ووژل او تر ٨٠ زيات يې ټپيان کړل. امنيتي چارواکي وايي په موټر کې ناست ځانمرگي بريد کوونکي هغه مهال ځان والوزاوۀ چې د تېلو د يوې حکومتي کمپنۍ ودانۍ ته له ننوتلو څخه يې مخنيوى وشو. دغه ښار په وروستيو مياشتو کې وروسته له هغۀ په بشپړه توگه ارام شوى و چې شخصي سني ځواکونو د امنيت چارې په لاس کې اخيستې. د ويښونې د شورا په نامۀ د سني ځوانانو دغه ځواکونه زياتره له سيمه ييزو خلکو او پخوانيو القاعده اورپکو څخه جوړ دي. په يوۀ بل ځانمرگي بريد کې، په بعقوبه ښار کې د جنازې مراسم په نښه شول او تر لسو زيات کسان پکې ووژل شول. | ورسره تړلي نور خبرونه په عراق کې بمي بريدونو ٤٠ تنه وژلي 13 دسمبر, 2007 | نړۍ عراق:امريکايي چورلکه ولويده١٤وژل شوي22 اگست, 2007 | افغانستان په عراق کې ٥ برتانوييان تښتول شوي دي 29 مۍ, 2007 | خبرونه عراقيان د راتلونکي په اړه بدبينه دي19 مارچ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||