|
د امريكا د ولسمشرۍ كانديدان اوله عراقه پوځيان ويستل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
عراق ته د امريكا د راتلو د پنځمې كليزې په لمانځنه كې د امريكا د ولسمشرۍ درى واړو كانديدانو د عراق په اړه خپل هغه سياست او تګلاره اعلان كړه، چې د راتلونكي نومبر په ټولټاكنو كې له ولسمشرۍ وروسته به يې پلى كوي . خو داسې ښكاري چې دوى درى واړه د امريكا په متحده ايالاتو كې د اقتصادي زياتېدونكو ستونزو په اړه د عام ولس د تشويش له كبله اندېښمن دي . او ښكاري، چې د جمهوري غوښتونكو كانديد جان مكن، چې د ديموكرات ګوند له دوو سيالو كانديدانو څخه وړاندې شوى، په دې اړه ترټولو ډېر اندېښنې اخيستى، نوموړى ولسمشرۍ ته د كانديد په توګه د لومړي ځل لپاره عراق ته ولاړ او له دې مخكې يې هم دې هېواد ته اووه ځله سفرونه كړي دي . د عراق په اړه د امريكا د نوي ولسمشر كوم سياست غوره كوي؟؟ جان مكن د اريزونا د ايالت سناتور د عراق د جګړې ملاتړ كوي، په دې اړه د امريكا د ولسمشر له سياست سره همغږى دى، هغه اسرائيلو او اردن ته په خپل وروستي سفر كې د عراق ليدنه هم وكړه، چې هلته كابو ١٤٠ زره امريكايي پوځيان ځاى پرځاى شوي دي .
• جان مكن غواړي چې په عراق كې د بوش تګلاره پر مخ يوسي . • هغه په دې اند دى، چې له عراق څخه په بيړه وتل به ټولنيزه تباهي رامنځ ته كړي . • نوموړى ددې ملاتړ كوي، چې د وګړ ميشتو سيمو كې امريكايي ځواكونه زيات شي . • هغه غواړي، چې عراقيانو ته بايد ځواك وركړل شي، چې خپله سيمه په خپله اداره كړي (لكه څنګه يې چې دا خبره د ټاكنو په پروګرام كې هم څرګندوله) د ماكن په پروګرام كې د امريكايي ځواكونو په شتون ټينګار كېږي او وايي، چې له عراق څخه بايد ځواكونه په تدريجي ډول سره وايستل شي او په زرګونو ځواكونه د راتلونكو كلونو لپاره په عراق كې پاتې شي . خو د بروكينز د انستېتيوت څخه د مايكل او اوهانلون په څېر ځينې څارونكي ګواښ كوي او وايي، سره له دې چې د ماكن تګلاره پر حكمت ولاړه ده خو بيا هم خطرناكه ده او په دې سره به په عراق كې لږ برياليتوب ترلاسه شي . اوهانلون وايي:"په جګړه كې د بوختېدو له كبله ښايي دا تګلاره ډېر وخت واخلي او څرنګه چې امريكايان په هر حالت كې په عراق كې پاتې كېږي، نو ښايي چې عراقي سياستوالو ته له اندازې زياته اجازه وركړل شي . بارك اوباما د دېموكرات ګوند كانديدان، چې بارك اوباما د الينوي ايالت او هيلري كلنټن د نيويارك سناتوره ده، د عراق په اړه د هغوى اختلاف سره سره بيا هم د د هغوى تګلاره د مكن له تګلارې سخته او تونده ده .
د جورج ټاون پوهنتون استاد او د اوباما د كمپاين سلاكار ښاغلى كولن وايي، له دوى څخه د هر يوه ټاكل كېدل به له عراق څخه د په شا تګ په مانا وي، ځكه چې : • دوى دواړه په دې ټينګار كوي، چې په عراق كې بايد امريكايي ځواكونه را لږ شي . • دوى غواړي چې د عراقيانو د ساتنې لپاره او هم په نورو پراخو جګړه ييزو عملياتو كې بايد امريكايي ځواكونه مخكې نه وي . • دواړه نه غواړي چې په عراق كې دايمي اډې جوړې كړي . اوباما خپل دا سياست په ډاګه كاوه، چې نوموړى د عراقي ستونزې حل غواړي او ډېر ځله يې ددې پرېكړې څرګندونه كړې، چې د ١٦ مياشتو په ترڅ كې به ځواكونه وباسي، يوازې لږ ځواك به پاتې كېږي، چې د امريكا د شتون ملاتړ وكړي او د عراقي ځواكونو په روزنه كې مرسته وكړي او همدارنګه د القاعدې د ګواښونو ځواب ووايي . په دې اړه اوهانلون ګواښ كوي او وايي، چې د امريكايي ځواكونو د وتلو څخه وروسته په عراق كې د لږ ځواك شتون څه مانا نه لري، ځكه چې په دې صورت كې به عراق له منځه تللى وي . د امريكا په كانګرس كې د عراق د جګړې په تاييد رايه وركړه او وايي، چې هغې ته ډېر هغه څه نه وو معلوم چې اوس ورته معلوم دي، اوس يې سياست په لاندې ټكو ولاړ دى : • له عراق څخه د ځواكونو د وتلو نېټه نه ټاكل، چې دا پرېكړه به وروسته له وضعيت سره سم ترسره كېږي . • ولسمشرۍ ته له رسېدلو وروسته به د ٦٠ شپو په ترڅ كې د ځواكونو د وتلو بهير پيلېږي .
څارونكي وايي چې له عراق څخه په بيړه د بهرنيو ځواكونو وتل خطر لري، په دې چې دا به د عراقي پر پارلماني ټاكنو چې د راتلونكي كال په پاى كې ترسره كېږي ناوړه اغېز ولري . عام وضعيت په واشنګټن كې د عراق سفير سمير الصميدعي وايي له عراق څخه د امريكايي ځواكونو وتل به د امريكايانو او عراقيانو په خوښه ترسره كېږي او دا فيصله به په سيمه د سولې ټيكاو كوي . د هېڅ يو كانديد د نامه له اخيستو پرته الصميدعي وايي، چې نوي ولسمشر ته لازم دي، چې د هغو تاوانونو د خطر په اړه لږ فكر وكړي، چې موږ امريكايانو او عراقيانو ته رسېدلي او هغه څه چې موږ يې بيه په پيسو او وينو سره وركړې ده . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||