|
په کندهار کې ١١ پوليس وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان سوېلي کندهار ولايت چارواکي وايي وسله والو طالبانو ددې ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې ١١ افغان پوليس وژلي . وسله والو طالبانو دغه بريد تېره شپه د سوېلي ولايت کندهار د ارغنداب په مرنجان سيمه کې کړى دى . په دې ولايت کې افغان چارواکي وايي وسله والو طالبانو پر امنيتي پوسته بريد کړى چې له امله يې ١١ افغان پوليسو وژل وشوي او يو ټپي شوى دى . د چارواکو پروينا وسله والو طالبانو په دې بريد کې د پوليسو اړوند يو موټر او يو موټر سايکل هم سوځولي دي . بل پلو د غورک په ولسوالۍ کې د يوه بل بريد په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى دى . د يادونې وړ ده چې د روانې اوونۍ په پيل کې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې څلور افغان پوليس وژل شوي ول . تېره ورځ هم د سوېلي هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې په يوه وسله وال بريد کې څلور پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي ول . همدارنگه تېره ورځ مازيگر مهال ددې ولايت د سنگين ولسوالۍ په مرکز کې د ناټو ځواکونو پر گزمه ځانمرگى بريد شوى چې يوازې د بريدکوونکي په وژل کېدو تمام شوى دى . د څلورو قومي مشرانو مړي موندل شوي د افغانستان په سوېل کې د هغو څلوروکامي مشرانو مړي موندل شوي چې تېره اوونۍ ديوې سيمه ييزې جرګې په موخه په هلمند کې راغونډ شوي وو . په سيمه کې ترتولو مهمه پېښه د څلورو کامي مشرانو وژنه بلل کېږي چې مړي يې د يکشنبې په ورځ (د اپريل ١٣) د هلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ په شورشورک سيمه کې په يوه څاه کې وموندل شول . دغه کسان دهلمند د مرکز لښکر ګاه اواروزګان ولايت اوسېدونکي دي . دوى څلور ورځې وړاندې مارجې ولسوالۍ ته د يوې شخصي شخړې د هوارولو په موخه تللي وو چې وسله والو کسانو برمته کړل . ځايي اوسېدونکي وژل شوي کسان په سيمه کې بانفوذ کامي مشران بولي . حکومتي مامورين په پېښه کې وسله وال طالبان تورنوي خو دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې دى په دې پېښه ناخبره دى . دکامي مشرانو د وژنې ترڅنګ دهلمند په يوه بله ولسوالي ګريشک کې ديوه افسر په ګډون څلور پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي . دغه بريد وسله والو طالبانو د پوليسو د ګزمې پرموټر کړى دى . بل پلو په پکتيا ولايت کې هم ديوه کامي مشر پر موټر بمي بريد شوى او دکورنۍ دوه غړي يې وژل شوي دي . بل پلو په پکتيا ولايت کې تېره ورځ هم ديوه کامي مشر پر موټر بمي بريد شوى او د کورنۍ دوه غړي يې وژل شوي دي . که څه هم د افغان امنيتي ساتونکو، ناټو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جنګ جګړې د هرې ورځې خبرې دي، خو د کامي مشرانو وژنې په ولس کې اندېښنې راپيدا کړې دي . | ورسره تړلي نور خبرونه په هلمند کې پوليسوته مرگ ژوبله اوښتې13 اپريل, 2008 | افغانستان کندهار کې '١٥ وسله وال طالبان' وژل شوي دي06 اپريل, 2008 | افغانستان ځانمرگي په هلمند کې ٣پوليس ووژل04 اپريل, 2008 | افغانستان | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||