BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:07 گرينويچ 2008 ,04 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ځانمرگي په هلمند کې ٣پوليس ووژل
جنرال حسين انډيوال
د نړيوالو ځواکونو په ملاتړ د هلمند پوليس له افغان ځواکونو سره د طالبانو په وړاندې جگړه کې گډون لري .
د افغانستان په سوېل کې يو ځانمرگي بريد کونکي د پوليسو له يو گاډي سره نژدې ځان والوزاوو او لږ ترلږه درې څلورتنه چې درې يې پوليس دي ووژل او يو شمير نور يې ټپيان کړل.

دا پيښه د هلمند ولايت په مرکز لشکرگاه کې وشوه ، سيمه ييزو پوليسو وويل چې ددوه تنو نورو پوليسو سربيره يو شمير ملکي خلک ټپيان شوي هم دي .

هلمند دافغانستان هغه ولايت دى چې د ترياک په کې ترگردو ډير توليد لري او د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو او طالب سرتيرو ترمنځ خونړۍ جگړې روانې دي.

راپورونه وايي چې تير کال په افغانستان کې د جگړو له کبله نژدې ٨٠٠٠ کسان وژل شوي دي ، د٢٠٠١ کال په اوږدو کې پر افغانستان د امريکايي ځواکونو له بريدونو وروسته دا په هيواد کې د تاوتريخوالي له امله د وژل شوو کسانو ترگردو لويه شميره ده.

له بلې خوا د افغانستان په ختيځ د کونړ په ولايت کې يوه لارۍ چې دناټو ځواکونو ته يې دسون توکي ليږدول ديو بمي بريد ښکار شوه اود چارواکو په وينا د لارۍ افغان چلونکى په دې پيښه کې وژل شوى دى.

د نړيوالو ځواکونو په ملاتړ د هلمند پوليس له افغان ځواکونو سره د طالبانو په وړاندې جگړه کې گډون لري .

په دې ولايت کې افغان او نړيوال ځواکونه په پرله پسې ډول د طالبانو د غلچکيو ، ځانمرگو او بمي بريدونو په لړ کې وژل شوي او يا ژوبل شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت