|
افغان حکومت :امنيتي کمپنۍ راجسټر کيږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په رسمي ډول د خصوصي امنيتي شرکتونود راجسټر کولو بهير پيل کړى دى . دغه وزارت د خصوصي امنيتي شرکتونو د قانوني فعاليت لپاره يوه طرحه جوړه کړې او پارلمان ته يې د تصويب لپاره لېږلې ده. که څه هم تراوسه پورې په افغانستان کې د امنيتي خصوصي شرکتونو قانون د يوې مسودې په څېر دى او د ملي شورا له خوا نه دى تصويب شوى. خو د کورنيو چارو د وزارت چارواکي وايي ددغو شرکتونو د نا قانونه فعاليتونو د مخنيوي چارې يې پېل کړي دي. له دې وړاندې د افغانستان حکومت دزيات شمېر شرکتونو فعاليتونه تړلي و چې له کورنيو چارو وزارت سره نه و راجسټر شوي . دوى په تېروعملياتو کې چې د خصوصي امنيتي شرکتونو په وړاندې يې کړي و گڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم اخيستې وې او فعاليتونه يې ځنډولي و . د امنيتي چارواکو په وينا د اساسي قانون له مخې يوازې د افغان حکومت امنيتي څانگې کولى شي چې وسلې ولري نه نا دولتي څانگې . د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د خصوصي امنيتي شرکتونو شتوالى دهيوادلپاره يو نوى دود دى او افغان حکومت تمه لرله چې نړيواله ټولنه به په دې برخه کې له دوى سره مرسته وکړي . د کورنيو چارود وزارت مرستيال عبدالهادي خالد وايي يو شمېرمجرمينو د خصوصي شرکتونو دنوم په کارولو سره ځانونه پټ کړي دي او داسې کارونه يې کوي چې د خلکو تر منځ يې اندېښنې رامنځته کړي دي. ((هغو کسانوته چې د خصوصي امنيتي کمپنيو له نومه يې ناوړه گټه اخيستې ، زموږ قوانين يې نه دي منلي زموږ خلک يې ځورولي ، زموږ دودونو ته يې احترام نه دى کړى مطمين دې اوسي چې په هيڅ ډول به هغوې له موږه د فعاليت اجازه ترلاسه نشي کړى .)) تر اوسه پورې ددغه نوي قانون بشپړ جزييات نه دي څرگند شوي خو د ښاغلي خالد له ويناو ښکاري چې دغه شخصي شرکتونه اړ دي چې د افغانستان ټول قوانين ومني او ددې حق نه لري چې په ښارونو کې ځانته پوځي مرکزونه جوړې کړي. ددغو امنيتي شرکتونو څارنه د کورنيو چارو وزارت له لوري کيږي.داسې ويل کيږي چې دغه امنيتي شرکتونه په ټول افغانستان کې له١٨٠٠٠ تر ٢٥٠٠٠پورې بهرني او کورني ساتونکي لري. له دې وړاندې هم څو ځله امنيتي ځواکونو دهغو شرکتونو فعاليتونه ځنډولي و چې رسمي اجازه يې نه لرله او له دوى څخه يې په سلگونو ميله درنې او سپکې وسلې هم راټولې کړې وې. د امنيتي چارواکو په وينا دا مهال نږدې ٦٠ خصوصي امنيتي کمپنۍ په افغانستان کې فعاليت کوي خو د هغو کمپنيو په اړه کره شمېره نشته چې د فعاليت قانوني جوازلري. چارواکي وايي ددغو کمپنيو ساتونکي په يو لړجرمونو کې لکه د غلاغديو، سړي تښتونې او سړي وژنو کې لاس لري چې يو شمېر يې پخوا د امنيتي کسانو له لوري نيول شوي هم دي. اوس مهال په افغانستان کې نږدې د ټولو موسسو او بهرنيو سفارتونو امنيت د خصوصي امنيتي کمپنيو له لوري ساتل کيږي او د بهرنيو موسسو او سفارتونو په وينا دوى په دغو خصوصي شرکتونو ډير باور لري. خو تر اوسه پورې افغانان ددغو امنيتي کمپنيو ساتونکي د ناټو ځواکونو او يا هم د نړيوالو ځواکونو يوه برخه بولي. بل پلو عادي افغانان د يوشمېرنا دولتي ټولنو ساتونکي د ځان لپاره يوگواښ گڼي د دوى په وينا دغه ساتونکي خلکو د هستوگنې د سيمو ترڅنگ مرکزونه لري او د ملکي افغانان په زياتيدونکي ويريدلي دي. دوى وايي دافغانستان اوسنيو امنيتي شرايطو ته په پام سره چې هره ورځ ددولت د مخاليفينو له خواد بريدونو گواښونه کيږي که ددغو امنيتي کمپنيو پر مرکزونو بريد وشي نو ډير زيان يې هغو کورنيو ته اوړي چې څيرمه کورونه لري . خو وايي که دغه کمپنۍ د حکومت تر څارنې لاندې کار وکړي نو امنيتي ويرې به راکمې کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه په افغانستان کې امنيت او په دې لړ کې موجودې ستونزې11 جنوري, 2006 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||