BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:45 گرينويچ 2008 ,13 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمند کې پوليسوته مرگ ژوبله اوښتې
هلمند
دوه اوونۍ وړاندې هم د هلمند په مرکز لښکرگاه کې د کوکنارو د له منځه وړلو پرمهال پر پوليسو وسله والو طالبانو بريد کړى و چې له امله يې درې پوليس وژلي ول .
د سوېلي هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې څلور کسان پوليس وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي .

دغه نښته تېره شپه ناوخته شوې ده .

د گرشک ولسوالۍ چارواکي وايي چې تېره شپه ناوخته د ولسوالۍ پوليس بازار ته نژدې سيمه کې پر گزمې بوخت ول چې وسله والو طالبانو بريد پرې وکړ .

دى زياتوي چې په دې بريد کې څلور کسان پوليس وژل شوي او اووه کسان نور ټپيان شوي دي .

د وسله والو طالبانو يوه تن وياند قاري يوسف احمدي هم په نوموړي بريد کې د څلورو پوليسو د وژل کېدو او د اتو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده .

دى وايي چې په دې بريد کې يې د پوليسو يو گاډى هم له منځه وړى دى .

دوه اوونۍ وړاندې هم د هلمند په مرکز لښکرگاه کې د کوکنارو د له منځه وړلو پرمهال پر پوليسو وسله والو طالبانو بريد کړى و چې له امله يې درې پوليس وژلي ول .

په خوست ولايت کې چاودنې ولسي وگړي وژلي

د افغانستان په سوېل ختيځ خوست ولايت کې د ولسي وگړو پر يوه موټر د ماين د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي .

دغه چاودنه نن (يکشنبې، د اپريل ١٣) سهار د سوېلي ختيځ خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شمباواټ په کلي کې شوې ده .

په خوست کې د چارواکو پر وينا ددې ولسوالۍ د زنه خېلو د يوه قومي مشر حاجي ناظم لنډکروزر موټر د خوست ښار ته روان و چې د شمباواټ په کلي کې د سړک د غاړي پر ماين وخوت .

حاجي ناظم په سيمه کې مشهور حکومت پلوى مشر دى .

په دې چاودنه کې د حاجي ناظم د يوه زوى او وراره په گډون درې سپرلۍ وژل شوې او درې نور ټپيان شوي دي خو نوموړى په موټر کې نه و .

تر اوسه ددې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې .

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په خوست ولايت کې گڼ شمېر گاډي د سړک د غاړې د ماين د چاودنې شاهد دى .

دوه مياشتې وړاندې هم ددې ولايت په صبريو ولسوالۍ کې شاوخوا ٢٠ کسان پوليس او ولسي وگړي د ددوو چاودنو قربانيان شوي ول .

د پکتيکا په سروضه کې يو قومي مشر وژل شوى

بل پلو تېره ورځ (شنبې، د اپريل ١٢) د پکتيکا ولايت په سروضې ولسوالۍ کې د سليمان په نامۀ يو قومي مشر د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا وژل شوى .

تر دې وړاندې هم دده دوه زامن چې په ملي پوليسو کې يې دنده ترسره کوله د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي ول .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت