|
د پکتيکا په ارگون کې چاودنې مرگ ژوله اړولې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د پکتيکا ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د کمپاين پر موټر چاودنه شوې چې له امله يې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي . د افغانستان په سوېل ختيځو ولايتونو کې د ٢٠٣ تندر قول اردو چارواکو ويلي چې د سه شنبې په ورځ (د مارچ ١) ناوخته د پکتيکا په ارگون ولسوالۍ کې د کمپاين پر موټر چاودنه شوې . دغه سرچينه وايي چې په چاودنه کې د کمپاين يو موټر بشپړ له منځه تللى او د کمپاين د څلورو سرتېرو وژل کېدو سربېره درې نور ټپيان شوي دي . کمپاين د هغو افغاني سرتېرو ځانگړې قطعه ده چې له بهرنيو سرتېرو سره په گډه په سرحدي سيمو کې فعاليت کوي . بل خوا ددې ولايت د وازې خوا په ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه گاډي د ماين په چاودنه کې يو تن پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى . همدارنگه ددې ولايت د جاني خېلو په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کمپاين بريد کړى چې له امله يې درې اکمالاتي موټر په بشپړ ډول سوځولي دي . خوست کې د کمپاىن يو موټرسوځول شوى بله پلو د څنگلوري خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي توکيو يو موټر د مخالفينو له خوا سوځول شوى او موټرچلوونکى يې له ځانه سره بېولى دى . طالبانو په دې اړه کوم غبرگون نه دى ښوولى . خو د افغانستان ددفاع وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د پکتيکا د زيړوک په ولسوالۍ کې يې پنځه کسان شکمن وسله وال او دوه نې وسلې وال مخالفين نيولي دي . ملي دفاع وزارت دوه ورځې مخکې هم اعلان کړى و، چې د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې يې لس کسان وسله وال مخالفين وژلي او د کندهار ولايت په مربوطاتو کې يې دوه تنه نيولي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||