|
د خوست په صبريو کې ښوونځي تړل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د خوست په ولايت کې د صبريو ولسوالۍ ښوونکو د شنبې په ورځ ( د وري ٢٤ د اپريل ١٢ ) ټول ښوونځي د احتجاج په دود وتړل . دغلته ښوونکي شکايت لري چې نړيوالو ځواکونو زده کوونکي او ښوونکي نيولي دي . د دوى په وينا له ټول خوست څخه درې زد کوونکي ، يو سر ښوونکى او يو مفتش د نړيوالو ځواکونو له خوا نيول شوي او دا روښانه نه ده چې ولې نيول شوي دي . نړيوال ايتلاف تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي . د دغې کاربندۍ له امله د صبريو د نژدې ١٦ زره زدکوونکيو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي . د صبريو ولسوالۍ ښوونکي له وسله والو طالبانو هم سر ټکوي او وايي چې هغوى يې گواښوي . د خوست د ښوونې و روزنې د رياست يوۀ چارواکي چې د خپل نوم له ښوولو يې ډډه کوله بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د صبريو ښوونکو له ډيره وخته د کاربندۍ گواښ کاوۀ . دغه چارواکي دا هم وويل چې وسله والو طالبانو د ځينو ښوونکو کورونو ته لاسي بمونه هم اچولي دي . د صبريو ولسوالۍ ښوونکي له افغان حکومت او قومي مشرانو غواړي چې داسې شرايط ورته چمتو کړي چې پکې زدکوونکو ته ښوونه وکړاى شي. د خوست په ولايت کې په تيرو کلونو کې گڼ شمير ښوونځي سوځول شوي دي . د صبريو په ولسوالۍ کې ټول ١٥ ښوونځي شته خو دا يوه له هغو ولسواليو ده چې ډيره ناامنه وي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||