BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:55 گرينويچ 2008 ,15 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برنير د اسدالله خالد په اړه خپله خبره واخيسته

برنارد کوچنر او مکسيم برينر
له کوچنر سره د کندهار په سفر د کاناډا د بهرنيو چارو وزير مکسيم برينير هم مل وو .
د کاناډا د بهرنيو چارو وزير ماکسيم برنير د کندهار د والي اسدالله خالد په اړه خپلې خبرې بېرته اخيستې دي او دا يې يو ناسم پوهاوى بللى دى .

ښاغلي برنير افغانستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ وويل چې دغه يو ازاد هېواد او دولت دى چې د خپلو دولتي چارواکو د گومارنې پرېکړه په خپله کوي .

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چي: 'زه تاسې ته دا ډاډ درکوم چې د کاناډا هېواد په بشپړ ډول د افغانستان دولت ته په درناوي گوري او د افغان حکومت په کورنيو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي .'

ښاغلي برنير له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په خپلو خبرو اترو کې ويلي وو چې کاناډا اوسمهال د افغانستان په سوېل کې د ناټو په مشرۍ شاوخوا ٢٠٥٠پوځيان لري او په پام کې لري چې خپله پوځي دنده تر ٢٠١١ کال پورې نوره هم وغزوي .

بل پلو د کاناډا لومړي وزير سټېفن هارپر د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير مکسيم برينر ته د ملامتۍ گوته نيولې چې گواکې د کندهار والي ته يې د اداري فساد په اړه د 'ناسم تورلگولو' له مخې دا څرگندونې کړې دي .

په اتاوا کې د کاناډا لومړي وزير د ښاغلي برنير د څرگندونو په اړه ويلي چې هېواد يې دا حق نه لري چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، خو ددې هېواد د ښې پرمختيا لپاره هڅې کوي .

ښاغلي سټېفن خبريالانو ته دا هم ويلي چې د کاناډا د بهرنيو چارو وزير برنير هم په ډېره چټکۍ سره خپل 'ناسم تورلگونه' بېرته اخيستې ده او پر خپلو څرگندونو يې پښېماني ښوولې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت