BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:45 گرينويچ 2008 ,14 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د پاکستان مرسته د افغانستان مساله حلوي'

برنارډ کوچنر او مکسيم برينير
له کوچنر سره د کندهار په سفر د کاناډا د بهرنيو چارو وزير مکسيم برينير هم مل وو .
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير په سويلي ولايت کندهار کې وويل چې د افغانستان کړکېچ يوازې د پاکستان په ډېره مرسته حل کېداى شي.

ښاغلي برنارډ کوچنر دغه څرگندونې افغانستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د سوېلي کندهار په ولايت کې خپلو سرتېرو ته کولې .

او په دغه موضوع کې يې د گاونډي هېواد پا کستان د زيات ښکېلولو خبره وکړه .

له ده سره د کاناډا د بهرنيو چارو وزير مکسيم برينير هم مل وو .

د يادولو وړ ده چې په کندهار کې شا وخوا ٢٥٠ کا ناډايي سر تېري له وسله والو ياغيانو سره د جگړې په لومړۍ کرښه کې په مبارزه بوخت دي او تر دې مهاله څه باندې ٨٠ کا ناډايي سر تېري په بريدونو او چاودنو کې وژل شوي دي .

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير کو چنر د افغانستان او پاکستان تر منځ گډې پولې ته اشاره وکړه چې وسله وال اورپکې پرې په ازاد ه توگه تېرېدى را تېرېدى شي . ده دې پولو ته د زيات پام غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په دې اړه يې د شنبې په ورځ له افغان ولسمشر حا مد کرزي سره هم خبرې وکړې او په ډاگه يې کړه چې د پاکستان د نوي حکومت له غړو سره به هم په دې اړه وغږيږي .

د روما نيا په بخارست کې د نا ټو په کلنۍ سرمشريزه کې هم د افغانستان د کړکېچ په حل کې د پاکستان په مرستې زيا ت ټينگار وشو .

هلته غړو هېوادونو وويل چې په دې اړه به د پاکستان دنوي حکومت او چارواکو سره خبرې وکړي، چې دا خبرې وړاندي نه وې شوې .

اوس داسې ښکاري چې د بخا رست په ناستې کې د شويو خبرو د عملي کېدو لپاره منډې ترړې پيل شوې دي .

پردې سر بېره د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو مرستيال وزير ريچارډ باوچر هم له افغانستانه په لېدنه بوخت دى .

نوموړى تېره ورځ (يکشنبې د اپريل ١٣) له افغان ولسمشر او په مزار شريف کې له بهرنيو ځواکونو او سيمه ييزو چارواکو سره وکتل .

دا ډول د المان د پوځ لوى درستيځ ويلي دافغانستان په شمال کې پر الماني سر تېرو او افغان کاگرانو له بريدونو وروسته په دغه هېوا د کي نورو الماني پو ځيانو ته اړتيا ده .

وولفگانگ اشنایدرهان له يوې المانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي چې ٣٥٠٠ الماني سر تېري په خپل ټول وس سره په افغانستان کې دامنيت سا تلو چارې تر سره کوي .

هغه ويلي په مني کې چې کله په افغانستان کې د الماني سرتېرو د ما موريت د دوام په اړه پرېکړه کيږ ي نو د نورو سرتېرو په لېږلو به فشار وکړي .

د المان ډېرى سرتېري د افغانستان په شمال کې مېشت دي چې په دې وروستيو کلونو کې دغه سيمه نسبتا په امن کې وه، خو په دې وروستيو اوونيو کې درې ځلې پر الماني سرتېرو بريد وشو او ددې هېواد د بيارغاونې د ډلې سره اووه بوخت افغان کار کوونکي ووژل شول.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت