|
د پاک – افغان سرحدي پوليسو ترمنځ نښته شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اوړو د قاچاق پرسر رامنځته شوې نښته کې ټول ټال دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي . نښته د ډيورنډ پر پوله د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کې داډې له کالۀ سره وشوه . افغان امنيتي ساتونکو دپاکستاني سرحدي پوليسو هغه سرتېري په نښه کړل چې د افغانستان خاورې ته د اوړو په قاچاق کوونکو پسې را اوښتي وو. يوپاکستانى سرحدي پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان شول . په ځوابي بريد کې هم يو افغان سرحدي پوليس ووژل شواو درې نور ټپيان شول . د پاکستاني سرحدي پوليسو يو موټر هم د پولي دې غاړې ته پاتې شوى دى . پاکستاني چارواکي د اوړو په قاچاق کوونکو پسي افغانستان ته دخپلو پوليسو ننوتل يوه تېروتنه بولي او وايي چې دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي . په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اوړو بيې لوړې شوې او قاچاق کوونکي هڅه کوي چې هېواد ته اوړه راوړي، هاخوا پاکستاني چارواکي کوښښ کوي چې افغانستان ته د اوړو د قاچاق مخنيوى وکړي . که څه هم په سپين بولدک ولسوالۍ کې پاکستاني سرحدي ملېشو يو افغان پوليس وژلى خو د کندهار په ارغنداب، ژېړۍ او غورک ولسواليو کې وسله والو طالبانو ١٣ افغان پوليس وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||