|
کندهار کې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سوېلي کندهار ولايت کې د گزمې پرمهال د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې څلورو برتانوي سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. په کابل کې د ايساف ځواکونو پرون (يکشنبې، د اپريل ١٣) په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې د هېواد په سوېلي ولايت کې د دوو برتانوي سرتېرو د وژل کېدو او ددوو نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده . د خبرپاڼې پروينا ټپي شوي سرتېري د ايساف روغتون ته وړل شوي دي . خو ددوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي . د ايساف وياند ډگرمن جنرال کارلوس برانکو خپلو سرتېرو ته پر اوښتې مرگ ژوبله خواشېني ښوولې ده . له ٢٠٠١ کال راپدېخوا په افغانستان کې تر ٩٠ ډېرو برتانوي سرتېري وژل شوي دي . ددې دوو وژل شويو برتانوي سرتېرو په گډون د روان ٢٠٠٨ کال راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٣٨ کسانو ته رسېږي . دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ٢٤٠ نړيوال سرتېري او تر ٩٠٠ ډېر افغان پوليس وژل شوي وو . | ورسره تړلي نور خبرونه په کندهار کې ١١ پوليس وژل شوي14 اپريل, 2008 | خبرونه 'زابل کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي'13 اپريل, 2008 | خبرونه 'طالبانو ته يوازې ځانمرگي بريدونه ورپاتې دي'12 اپريل, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||