|
'طالبانو ته يوازې ځانمرگي بريدونه ورپاتې دي' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په ختيځ کې ناټو وايي طالبانو ته ته يوازې د سړک د غاړي د ماينونو ښخول او ځانمرگي بريدونه ورپاتې دي . د افغانستان په ختيځ کې د ناټو يوه وياند جګړن نېک سټرين برګ دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د طالبانو يوه وياند دخپلې ډلې د نه کمزورتيا دليل افغانستان ته دناټو له غړو هېوادونو نه د نورو پوځيانو غوښتلو ته اشاره کړې وه . دافغانستان په ختيځ کې د ناټو وياند جګړن نېک سټرين برګد له بې بې سي سره په ځانګړې مرکه کې طالبان ګوښه شوي او له ماتې سره مخامخ وبلل . ښاغلي برګ يې دليل په بريدونو کې کموالى په گوته کړ او ويې ويل چې طالبانو ته د مخا مخ جګړې توان نه دى پاتې . د برگ په وينا طالبانو ته يوازې دځانمرګو او دسړک له غاړې د ماينونو چوول ورپاتې دي : '' د مخالفو جنګياليو د کمزورتيا نښې دادي چې پر ايساف بريدونه لږشوي، د اوسېدو او مرستې ځايونه يې له منځه تللي دي . د پخوا په څېر د خلکو په منځ کې ژوند نشي کولای . دوى دجګړې خپل تکتيک بدل کړی او يوازې پر ځانمرګو بريدونو، د لار ې غاړې پر بمونو او نورو ګواښونو تکيه کوي چې ډېرى خلک يې ولسي وگړي وي .'' خو بل پلو طالبان دا ادعا نه مني او په وينا هومره چې ناټو او ملگري يې وايي طالبان په دې جگړه کې نه دي مات شوي . د طالبانو ويان ذبيح الله مجاهد دغه ادعا رد کړې او وايي چې که طالبان رښتيا له ماتې سره مخامخ وي نو ولې ناټو افغانستان دنورو پو ځونو په راوستلو ټينگار کوي . طالب وياند دا ادعا نه مني چې ګواکې طالبان ملکي خلک په نښه کوي او وايي چې له بريدونو نه د دوى موخه بهرني ځواکونه او د هغوى ملاتړي دي . د ناټو وياند د روان کال له پيل راهيسې د ځينو برياوو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې پر اوسنيو حالاتو واکمن دي . ددې سره سره په دې وروستېو کې د سره صليب نړيوالې کميټې په افغانستان کې د ډېرېدونکو ناامنيو او تاو تريخوالو په اړه د ژورو اندېښنو څرگندونه هم کړې وه . ددې کميټې مشر ويلي وو چې تاوتريخوالي گڼ افغانان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړايستي دي . د سره صليب نړيوالۍ ټولنې دا هم ويلي وو چې افغانستان په څو وروستيو کلونو کې ډېر لږ پرمختگونه کړي دي . تر دې مخکې ملگرو ملتونو ويلي وو چې تېر کال په افغانستان کې شاوخوا ٨٠٠٠ کسان وژل شوي دي چې ډېرى يې اورپکي وو. د مرگ ژوبلي لړۍ سږ کال هم روانه ده، په دې لړ کې گڼ سيمه ييز او پوځي کسان وژل شوي دي چې تر ٣٠ ډېر بهرني سرتېري هم پکې دي . | ورسره تړلي نور خبرونه فرانسه:افغانستان کې به ټول ٣٠٠٠ سرتېري ولرو12 اپريل, 2008 | خبرونه 'د افغانستان کړکېچ په ډېرو سرتېرو نه حل کېږي'09 اپريل, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||