BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:23 گرينويچ 2008 ,09 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د افغانستان کړکېچ په ډېرو سرتېرو نه حل کېږي'

ناټو سرتېري په افغانستان کې
په افغانستان کې د ناټو لوړپوړى ملکي استازى موريتس يوخومس فکر کوي چې د اوس لپاره همدومره سرتېري بس دي .
په افغانستان کې د ناټو يو لوړ پوړي ملکي استازي ويلي چې دې هېواد ته د نورو سرتېرو استونه چې د بخارست په سرمشريزه کې يې ژمنه شوې وه په دې هېواد کې روان کړکيچ ته پاى نه شي ورکولى .

ماريوتس يوخومس په کابل کې يوې خبري ناستې ته ويلي چې دا مهال په افغانستان کې روان کړکېچ د کابو کولو په حال کې دى ، خو په وينايې په ډېرو دغو کړکېچونو کې جرمونه ، ډارونې او قامي شخړې ونډه لري .

له مياشتو مياشتوگواښونو وروسته په افغانستان کې د نا ټو د ممکنه ماتې او د نورو سرتېرو غوښتنې ته د ناټو غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې٢٠٠٠ نور سرتېري به دې هېواد ته واستوي دا به د امريکا د متحده ايالاتو د هغو سمندري ځواکونو جلا وي چې امريکا لا له وړاندې د ٣٠٠٠ کسيز سمندري ځواک د استولو په اړه کړې وه.

خو په افغانستان کې د ناټو لوړپوړى ملکي استازى موريتس يوخومس فکر کوي چې د اوس لپاره همدومره سرتېري بس دي .

خو هغه څه چې ښاغلى يوخومس پرې ټينگار لري هغه د نويو سرتېرو استونه ده چې وايي دا په افغانستان کې روانو ستونزو ته ځواب نشي ورکولى .

د سره صليب نړيوالې کمېټې په يوه نوي رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې وضعه د کړکېچ په لورې کږيږي، خو د ناټو د ملکي برخې استازى وايي چې روان کړکېچ د کابو کېدو په حال کې دى، خو دا خبره هم راغبرگوي چې چې په دې کړکېچونو کې د جرمونو، گواښونو او قامي تړاو ونډه له پامه نشي غورځېداى، چې په وينا يې د افغانستان پوځ او پوليس کولاى شي چې د دې لاملونو ټغر ورټول کړي .

ناټو به د نشه يي داروگانو په له منځه وړلو کې هم د افغان حکومت نه خپل ملاتړ زيات کړي، سره د دې چې د ناټو ځواکونه به نېغ په نېغه په دې مبارزې کې ورگډ نشي، خو د هغو ځواکونو لپاره به امنيت ټينگ کړي چې دغه چاره پر مخ بيايي .

د ناټو ددې وياند په خبره کله چې افغان پوليس يا د ملي پوځ سرتېري تر بريد لاندې راشي نو د ناټو ځواکونه به يې مرستې ته وردانگي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت