BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:44 گرينويچ 2008 ,12 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
فرانسه:افغانستان کې به ټول ٣٠٠٠ سرتېري ولرو

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارډ کوچنر
ټاکل شوې د فرانسې د بهرنيوچارووزير برنارډ کوچنر به له افغان ولسمشرحامد کرزي او دبهرنيو چارو له افغان وزير رنگين دادفر سپنتا سره خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې د فرانسې او کا ناډا د بهرنيو چارو وزيران به نن (شنبې، د اپريل ١٢) افغان پلازمېنې کابل ته راورسيږي .

فرانسې اعلان کړى چې په سلگونو نوي سرتېري به افغانستان ته وليږي .

د فرانسې دبهرنيو چارو وزير په تاجکستان کې خبريالانو ته وويل چې په دې سره به يې په افغانستان کې د پوځيانو شمېر ٣٠٠٠ ته ورسيږي .

دا مهال څه باندې١٩٠٠ فرانسوي پو ځيان په افغانستان کې د ناټو په چو کاټ کې دندې ترسره کوي .

افغانستان ته د نويوفرانسوي سرتېرو د لېږلو پوره شمېره، نېټه او دځاى پر ځاى کېدو سيمه نه ده ښودل شوې، خو له تاجکستانه د ليدنې پر مهال د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارد کوچنر وويل چې په نويو سرتېرو سره به په افغانستان کې دهغه هېواد د پوځيانو شمېر ٣٠٠٠ ته ورسيږي .

دا مهال په افغانستان کې څه باندې١٩٠٠ فرانسوي سر تېري د ناټو په چو کاټ کې دندې تر سره کوي چې ډېر يې دافغانستان په ختيځ کې مېشت دي .

اوس داسې ښکاري چې د نويو فرانسوي سر تېرو شمېر تر ٧٠٠ پو ځيانو زيات دى چې د هغه هېواد ولسمشر يې په بخارست کې د ناټو په کلنۍ ناسته کې افغانستان ته د لېږلو ژمنه کړې وه .

د نويو فرانسوي سر تېرو د استولو خبره له تاجکستانه د فرانسې د بهرنيو چارو د وزير د ليدنې کتنې پر مهال شوې .

فرانسې ويلي چې پو ځيان به يې له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه د وسله والواورپکو پر وړاندې جگړې کې برخه واخلي .

د يوه فرانسوي ديپلو مات له خولې خبر ورکړل شوى چې نن به د فرانسې او کا ناډا د بهرينو چارو وزيران له تاجکستانه کابل ته را ورسيږي .

برنارډ کوچنر او مکسيم برناير به له افغان ولسمشرحامد کرزي او دبهرنيو چارو له افغان وزير رنگين دادفر سپنتا سره خبرې وکړي .

په کابل کې د يوه روغتونه پر ليدنې او د يو شمېر غير حکومتي موسسو له غړو سره پرکتنې سر بېره به ددوى بل تم ځاى دافغانستان په سويل کې د کندهار ولايت وي .

له افغانستانه د فرانسې او کاناډا د بهرنيو چارو د وزيرانو دسفر موخه ددې هېواد د امنيت په اړه له نژدې له افغان چارواکو سره خبرې ښوول شوي .

ټاکل شوې چې کوچنر او برناير به په کابل او کندهار کې له يو شمېر سيمه ييزو خلکو او مشرانو سره هم د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړي .

د فرانسې د بهرنيو چارو د وزير د سفر بله مهمه موخه پوره دوه مياشتې وروسته په پاريس کې دافغانستان سره د مرستې په اړه د يوه نړيوال کنفرانس د جوړېدا د تياريو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې اترې په گوته شوي .

ټاکل شوې چې د پاريس په کنفرانس کې د جون په ١٢ نړيوال مرستندويه هېوادونه او ټولنې له افغانستان سره د ميلياردونو ډالرو د مرستې پر اعلان سر بېره دافغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې پر ستراتېژۍ هم کتنه وشي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت