|
د ٢٥ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په زابل ولايت کې افغان چارواکي د ٢٥ وسله والو طالبانو د وژلو دعوه کوي او وايي چې ګڼ شمېر يې ټپيان شوي هم دي . عمليات د زابل ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې شوي دي چې ناتو ځواکونو او افغان سرتېرو ګډه ونډه پکې درلوده . دا هغه سيمه ده چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو دسړک جوړونې ١٧ افغان کارکوونکي پکې ووژل او 16 نور يې ټپيان کړل . زابل د کابل کندهار پرلويه لاره پروت ولايت دى چې جنګ جګړو يې بيارغونه له خنډ سره مخامخ کړې او پرله پسې ناامنيو يې د اوسېدونکو پرژوند بد اغېز شيندلى دى . ناټو ځواکونو او افغان امنيتي ساتونکو د سړک جوړونې پر کار کوونکو تر بريد وروسته په زابل کې په پراخو عملياتو لاس پوري کړ . د يکشنبې په ورځ (د اپريل ١٣) چارواکو ويلي چې ٢٥ وسله وال طالبان يې وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي . که څه هم تېره اوونۍ د سړک جوړونې کارکوونکي او نن وسله وال طالبان وژل شوي خو د زابل اوسېدونکي وايي چې جګړو يې سيمې ته بدمرغي راوړې او بيارغنيزې چارې يې له خنډ سره مخامخ دي . که څه هم د زابل يو شمېراوسېدونکي د جګړې مخالفت کوي او نړيوال ځواکونه او افغان چارواکي هم په سيمه کې د ناامنيو د مخنيوي هڅه کوي، خو وسله والو طالبانو لا له وړاندې ګواښ کړى و چې په سيمه کې بيارغنيزې چارې نه پرېږدي او دې کار د ځايي اوسېدونکو ژوند ته زيان اړولى دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||