BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:39 گرينويچ 2008 ,16 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي
ناټو سرتېري په افغانستان کې
دوه ورځې وړاندې هم په کندهار ولايت کې يوې چاودنې دناټو دوه سرتېري وژلي ول .
د افغانستان په سوېل کندهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ناټو په مشرۍ د ايساف دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي .

دغه بمي بريد د سوېلي کندهار ولايت په ناارامه ولسوالۍ ژېړۍ کې د ماکوان په سيمه کې شوى دى .

په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر هم خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبره بي بي سي ته په يوه راليږل شوې خپره کړې خبرپاڼه کې تاييد کړې ده .

خبرپاڼه زياتوي چې نن سهار (چارشنبه، د اپريل ١٦) د افغانستان په سوېل کې يوه چاودنه وشوه چې له امله يې د ايساف دوه سرتېرې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي .

خبرپاڼې نه د وژل شويو سرتېرو د تابعيت په اړه څه ويلي او نه يې هم د ټپيانو د روغتيايي حالت په باب کوم معلومات ورکړي .

دا په داسې حال کې ده چې په بخارست کې د ناټو په سرمشريزه کې ځينې غړو هېوادونو د افغانستان لپاره د نورو پوځيانو د لېږلو هوکړه هم کړې وه .

د ايساف وياند ډگروال کارلوس برانکو پر خپلو وژل شوو او ټپي شوو سرتېرو خواشيني څرگنده کړې .

د يادونې وړ ده چې د هېواد په سوېل کې ډېرى کاناډايي او برتانوي سرتېري مېشت دي .

دوه ورځې وړاندې هم په کندهار ولايت کې يوې چاودنې دناټو دوه سرتېري وژلي ول .

زابل کې پنځه وسله وال وژل شوي

بل خوا افغان چارواکي وايي چې نن يې په سپينه ورځ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د زابل په اته غر ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه قومندان په ګډون پنځه وسله وال وژلي دي .

دوى په دغه لنډ مهاله نښته کې د يوه افغان امنيتي ساتونکي د وژلو او د يوه بل د ټپي کېدو خبره هم کوي .

په هلمند کې وسله وال طالبان نيول شوي

د يوه بل خبر له مخې د ترهگرۍ پروړاندې مبارزه کې په سوېلي هلمند ولايت کې د امريکا په مشرۍ د يو لړ عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان نيول شوي دي .

د ايتلافي ځواکونو د خبرپاڼې پروينا د هلمند په گرمسېر ولسوالۍ کې د ولسي وگړو په کورونو کې د تلاشۍ پرمهال د يوه ' مشهور' طالب قومندان په گډون يو بل وسله وال طالب هم نيولى دى خو لا تر اوسه يې نومونه نه دي په ډاگه شوي .

خبرپاڼه زياتوي چې دغه طالب قومندان وسله والو طالبانو ته د وسلې د قاچاق مسووليت پر غاړه درلود .

په نيمروز کې يو ديني عالم وژل شوى

بل پلو د افغانستان په سوېلي ختيځ ولايت نيمروز کې د خاشرود ولسوال هاشم نورزي له بي بي سي سره په خبرو کې د يوه ديني عالم وژل کېدل تاييد کړل .

د ښاغلي نورزي پروينا وژل شوى ديني عالم عبدالله نامى د خاشرود د ښارگوټي د جومات امام و .

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي .

کونړ کې دوه کسابان وژل شوي

بل خوا د کونړ ولايت د پوليسو مشر عبدالجلال جلال وايي د طالبانو اړوند وسله والو کسانو د کونړ په ماڼوگي ولسوالۍ کې دوه کسابان وژلي دي .

دده په وينا دغه دواړه کسابان په دې تور وژل شوي چې گواکې په دې ولايت کې يې د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو لپاره غوښې برابرولې .

خو طالبانو د وژل شويو دوو کسابانو د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت