BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:33 گرينويچ 2008 ,24 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کونړ کې سلگونو کسانو لاريون وکړ

کونړ
دکونړ چاروکو دا يوه تخنيکي تير وتنه وبلله اووېويل چې دبيرغونو په بيرته ټولولو ېې لاس پورې کړی دى .
دافغانستان د کونړ په ولايت کې په سلگونو لاريون کونکو د هغه څه په وړاندې احتجاج وکړ چې دهيواد په ملي بيرغ کې د کليمې ناسم ليکل بلل کيږي .

لاريون کونکو د هغو خلکو په ضد نارې وهلې چې ددوى په وينا په ملي بيرغ کې يې داسلام کليمه ناسمه ليکلې ده .

دوى دا د اسلام کليمې ته سپکاوى وباله اود نړيوالو ځواکونو په ضد يې هم شعارونه ورکول .

دوى ادعا کوله چې دافغانستان په ملې بيرغ کې داسلام دکليمې پر ځای بل څه ليکل شوي او ويل يې چې سمبول او نښان هغسې چې دافغانستان په بيرغ کې دي نه دي چاپ شوي.

خو دکونړ چاروکو دا يوه تخنيکي تير وتنه وبلله اووېويل چې دبيرغونو په بيرته ټولولو ېې لاس پورې کړی دى .

دکونړ امنيې قومندان دغه خبرې په يوه خبري کنفرانس کې وکړې:

(( په چاپ کې غلطې شوې کليمه په دغه ځاې سمه نه ده چاپ شوې ،ځينې سهوې شته .

په دې پرېکړه شوې چې ويشل شوي بيرغونه راټول او له سره چاپ شې دا تيروتنه هم شوې چې جنډې له ويشلو مخکې نه دي کتل شوي))

دافغانستان دملې بيرغ ډېرې بيلگې دچار واکو په وينا بهرنيو ځواکونو ددوى په غوښتنه په يو بهرني هيواد کې چاپ کړي چې ځينې تيروتنې دچاپ پر وخت پکې شوي دي خو ځاېي خلک دا خپل دين ته سپکاوی بولي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت