|
په کونړ ولايت کې پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ختيځ ولايت کونړ په سرکاڼ ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو په يوه بريد کې پنځه سرحدي پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي . بريد د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس سيمه کې شوى دى . د کونړ ولايت د امنيې قومندان مل پاسوال عبدالجلال جلال وايي بريد تېره نيمه شپه د سرکاڼو په ولسوالۍ کې شوى چې پنځه ساتونکي پوليس پکې وژل شوي او تر دې ډېر تپيان دي . نوموړي بريد کوونکو ته هم ددرنې مرگ ژوبلې د اوښتو خبره کوي، چې په وينا يې بريد د پاکستان د 'نيمه پوځيانو' په مرسته شوى دى : '' د سرحدي پوليسو پنځه تنه 'شهيدان' شوي او اووه نور ټپيان دي، موږ ته رسېدلي رپوټونه وايي اته تنه د مخالفينو وژل شوي او د پاکستان چمرکنډ ته وړل شوي .'' وسله وال طالبان وايي بريد دوى کړی، خو وژل شوي کسان تر يادې شوې شمېرې ډېر ښيي . ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو دوو تنو ټپي کېدل منيلي . ناوه پاس هغه سيمه ده چې ددواړو هېوادونو سرحدي پوليس پکې څنګ په څنګ پوستې لري چې تر دې وړاندې پکې هم ورته بريدونه شوي دي .
تښتول شوي ښوونکي خوشي شول له بلې خوا د غزني د والي وياند ضيا ولي ځدراڼ د هغو دوو تنو ښوونکو د خوشي کېدو خبر ورکړی چې دوه ورځې وړاندې ددغه ولايت له مرکز او قره باغ ولسوالۍ نه د يوه ښوونځي د چپړاسي په گډون تښتول شوي وو . ځدراڼ وايي دغه ښوونکي او چپړاسي د قومي سپين ږيرو د منځگړيتوب په پايله کې پرته له کومې معاملې خوشي شوي دي . طالب قومندان عبدالباقي ووژل شو همدارنگه ددې ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بمبار کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قومندان وژل شوى دى . د ده يک ولسوالۍ امنيه قومندان فيض محمد توپان دا منلې چې په بمبار کې د ملا عبدالباقي په نامۀ طالب قومندان وژل شوى دى . دى وايي چې دغه سيمه له ولسوالۍ څخه ډېره ليرې ده چې په وينا يې په بمبار کې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې . | ورسره تړلي نور خبرونه په کونړ اونورستان کې بيا پوځي عمليات پيل شول 21 اپريل, 2008 | خبرونه طالبانو د غزني دوه ښوونکي تښتولي20 اپريل, 2008 | خبرونه په غزني ولايت کې اووه کسان وژل شوي 07 اپريل, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||