|
طالبانو د غزني دوه ښوونکي تښتولي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د غزني په ولايت کې وسله والو طالبانو د نجونو د يوه ښوونځي دوه ښوونکي او يو چپړاسي تښتولي دي . دغه کسان د غزني په مرکز پورې تړلي له اروزو نومي ښوونځي څخه تښتول شوي دي. ځايي رسنيو د وسله والو طالبانو له خولې ويلي چې دغه تښتونې دوى کړې، خو دا يې نه دي ويلي چې د تښتونې علت يې څه و . په ښوونکو او ښوونځيو د بريدونو او ياهم د هغوى د تښتونو دا تر ټولو نوې پېښه پرون په غزني ولايت کې وشوه چې د يوه ښوونځي دوه ښوونکي او يو چپړاسي پکې د وسله والو طالبانو لخوا وتښتول شول. د دغه ولايت چارواکو له ځايي رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې وسله والو طالبانو ښوونځي ته په ننوتو دغه کسان له ځانه سره بېولي. يوۀ طالب وياند هم دا خبره منلې خو دا يې نه دي ويلي چې ولې يې ښوونکي تښتولي دي . په تېرو کلونو کې وسله والو حکومت مخالفو کسانو څو ځلي ښوونکي ، ښوونځي او له ښوونې و روزنې سره تړلې ادارې په نخښه کړي دي . همدا تېره اوونۍ د لوگر په ولايت کې يو ښوونځى د وسله والو کسانو له پرله پسې گواښونو وروسته وتړل شو . د ښوونې و روزنې افغان وزير حنيف اتمر په دې وروستيو کې په ډاگه کړه چې تېر کال په بېلابېلو پېښو کې د افغانستان په لسگونو ښوونځي سوځول شوي او د پوهنې ١٥٢کار کوونکي او ښوونکي د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوي دي. دغه راز تېر کال د ٦٠٠ ښوونځيو د تړلو خبره هم چارواکو تاييد کړې ده . د نا امنيو له امله تېر کال درې سوه زره زده کوونکي ښوونځيو ته نه و تللي . چارواکي له ولس څخه مرسته غواړي چې د دغه ډول بريدونو په مخنيوي کې مرسته وکړي . خو خلک بيا وايي چې له وسله والو سره د ټوپک په ژبه د خبرو وس نه لري . د ښوونې و روزنې کارپوهان وېره ښيي چې که دغه حالت بدل نه شي په ځانگړې توگه به د افغانستان په جنوبي سيمو کې ډېر ماشومان نالوستي پاتې شي . | ورسره تړلي نور خبرونه سږکال هم په زرگونو زده کوونکي بې پايلې شوي دي16 اپريل, 2008 | افغانستان اتمر : تير کال ١٥٢ ښوونکي وژل شوي10 اپريل, 2008 | افغانستان د تللي پرتم ياد: غزنى 'د اسلامي کلتوري پلازمېنې' په توگه23 نومبر, 2007 | افغانستان غزني ته 'د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنې' لقب22 نومبر, 2007 | افغانستان په غزني کې چاودنې پنځه ماشومان وژلي26 مۍ, 2007 | خبرونه په غزني کې څلور پوليس وژل شوي10 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||