|
سږکال هم په زرگونو زده کوونکي بې پايلې شوي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د بېلابېلو ښوونځيو د تېرکال د دوولسمو ټولگيو د فارغانو د کانکور د ازموينې پايلې تېره اوونۍ په کابل کې اعلان شوې . که څه هم د پايلو له مخې په لسگونو زره افغان زده کوونکي بېلابېلو پوهنتونونو او د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي، خو ترڅنگ يې بيا په زرگونو نور بې پايلې پاتي او پوهنتونونو ته د تلو چانس نه لري . د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې دغه کسان په پوهنتونونو کې د ځاى د نه شتون او همدارنگه په ازموينه کې د پاتې راتلو له امله نشي کولاى د لوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کړي، خو ډېرى فارغان وايي چې د پوښتنو له ښه ځواب او د لوړو نمرو له اخيستو سره سره بيا هم نه دي بريالي شوي چې د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالي شي . دا دويم کال دى چې د ننگرهار ولايت له فقرالله ليسې نه په لومړۍ درجه فارغ شوى نوراحمد په کانکور ازموينه کې ناکاميږي، هغه وايي له لومړي ځل ناکامېدو وروسته يې د تېرکال په لړ کې شپه او ورځ درس ووايه، خو په وينا يې هغه هيله يې چې په انجنيرۍ پوهنځي کې به خپلې لوړې زده کړې پر مخ بوځي پوره نشوه : " پرووسږکال مې ازموينه ورکړه کوم پوهنځي ته بريالى نشوم، د تېر کال په لړ کې مې ډېر درس ووايه خو سږکال بيا د ٢٦٨ نمبرو په اخيستو ناکام شوى يم . هوډ مې کړى چې بيا به په کانکور کې گډون نه کوم، دا ځکه چې برياليتوب په کې ستونزمن دى . "
په کانکور ازموينه کې گډون او له هغې وروسته له دغې ازموينې بريالي وتل په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د ليسو فارغانو ته په يوه لويه ستونزه بدل شوي. د دغه هيواد د لوړو زده کړو وزارت وايي، د طالبانو له ماتې را وروسته د افغانستان په ښوونځيو کې د زده کوونکو کچه لوړه شوې او په همدې کچه فارغان هم ډېر شوي دي. ددغه وزارت په وينا، د افغانستان ټول پوهنتونونه ددې توان نه لري چې په دومره شمېره کې فارغان دې جذب کړاى شي. ددغه وزارت وياند عظيم نوربخش وايي، وزارت يې بيا هم هڅه کوي يو شمېر هغو کسانو ته چې لوړې نمبرې يې اخيستي د لوړو زده کړو لاره اواره کړي : " دا خبره ډېره مهمه ده چې ټول فارغان جذب شي، خو د ظرفيت له لحاظه د لوړو زده کړو وزارت هغوى نه شي جذبولاى، سږکال به ٣٥٠٠ نور هغه کسا ن چې ښې نمبرې يې اخيستې نيمه عالي زده کړو ته معرفي شي." خو د غزني ولايت اوسېدونکى ميرويس پښتون چې د دوهم کال لپاره په کانکور کې ناکام شوى د چارواکو دغه خبره نه مني. هغه وايي، ډېرى فارغان ددې توان لري چې پوهنتونونو ته بريالي شي، خو د هغه په وينا، د لوړو زده کړو وزارت يې مخه ډب کوي : " د لوړو زده کړو وزارت په پوهنځيو کې د محصلانو شمېره ټاکلې، نور چې لوړه نمره هم اخلي نه شي بريالي کېداى، اتيا زرو کسانو آزموينه ورکړې، ددوى ډېره برخه داسې نه ده چې پوهنتونونو ته د برياليتوب توان ونه لري ." په افغانستان کې که له يوې خوا د ښوونځيو فارغان پوهنتونونو ته له نه کاميابېدو او د هغوى په وينا، د هغوى د حقونو له تر پښو لاندې کولو شکايت کوي، له بلې خوا ددغه هيواد د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د تېر کال په پرتله يې په پوهنتونونو کې د جذب توان ډېر شوى او ددغه توان د لا ډېرېدو په هڅه کې دى. ددغه وزارت وياند وايي، چې د تېر کال په پرتله د پوهنتونونو د جذب توان ١٥ په سلو کې ډېر شوى دى : " په لومړۍ قدم کې ٣٠٣٢٩ کسان پوهنتونونو ته معرفي شوي، موږ غواړو دوولس زره نور هم معرفي کړو چې ټول ٤٣٠٠٠ کسان کيږي. د ټولو هغو چې آزموينه يې ورکړې ٦٣ په سلوکې برخه پوهنتونونو ته معرفي شوې ده ."
دا مهال په کابل او د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې د دولتي پوهنتونونو ترڅنگ بېلابېل خصوصي پوهنتونونه هم په کار لگيا دي او د پيسو په بدل کې د دولسمو ټولگيو فارغانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابروي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت دغو پوهنتونونو ته په اشارې وايي، هغه کسان چې نه شي کولاى دولتي پوهنتونونو ته لاره پيدا کړي، په خصوصي پوهنتونونو کې دې زده کړې وکړي. د افغانستان د لوړ زده کړو وزيرمحمداعظم دادفر هم تر دې وړاندې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ويلي و چې هڅه کوي خصوصي پوهنتونونه پياوړي کړي او له دغې لارې افغان ځوانانو ته د زده کړې شرايط برابر کړي : " موږ د لوړو زده کړو خصوصي برخه پياوړې کوو او ددوى د فيس په بدل کې بايد ښوونکي وگورو چې څومره لوړې زده کړې لري، همدارنگه موږ گورو چې دغه پوهنتونونه تر کومه بريده د دولسمو ټولگيو فارغان تر څه ډول ازموينې وروسته جذبوي، د فيس په برخه کې يې لاسوهنه نه کوو او هغوى يې خپله ټاکي ځکه چې دا ازاده سيالي ده ." خو د ښوونځيو فارغان بيا ددغو پوهنتنونونو له سختو شرايطو سر ټکوي. نوراحمد چې لوړو زده کړو ته ډېر لېواله معلوميږي وايي، کورنۍ يې دا توان نه لري، چې په خصوصي پوهنتونونو کې دده د زده کړو لپاره پيسې برابرې کړي : " خصوصي پوهنتونونه هغه کسان وايي چې اقتصاد يې پياوړى وي، زما پلار زموږ په څلور جريبه ځمکه کار کوي او د کور لگښت پوره کوي، دغه پوهنتونونه د مياشتې دوه زره افغانۍ اخلي او نور لگښت هم لري چې زموږ له توانه پورته خبره ده. " ميرويس پښتون هم په همدې اند دى، هغه وايي چې خصوصي پوهنتونونه يوازې په کابل کې دي او هغه کسان چې کورونه يې له کابله لرې دي، ترېنه گټه نه شي اخيستلاى. دا مهال لويه ستونزه چې افغانستان ورسره لاس او گريوان دى، په دې هېواد کې د کدرونو کمښت دى. همدا اوس افغان دولت هره مياشت په زرگونو ډالر هغو سلاکارانو ته ورکوي چې له بهر نه دغه هېواد ته راوستل شوي او د ادارو په پياوړتيا کې مرسته کوي.
ددغو کدرونو د ځاى د ډکېدو لپاره تر ټولو اغېزناک خلک هغه افغان ځوانان دي چې ددغه هيواد په پوهنتونونو کې روزل کيږي، خو په افغانستان کې د کدرونو د روزلو په وړاندې بېلابېلې ستونزې پرتې دي. د ښو پوهنتونونو نشتوالى او ترڅنگ يې په لوړه کچه د زده کړې د شرايطو نه مساعدېدل هغه څه دي چې دامهال افغان محصلان نه شي کولاى خپلې زده کړې د هغو پرمټ په نړيوال ستندرد برابرې کړي. ددې ترڅنگ حکومت هم داسې کوم پلان نه لري چې له مخې يې پوهنتونونه په بېلابېلو برخو کې د دولتي او خصوصي سکتور له اړتيا سره سم کدرونه وروزي. د کابل پوهنتون استاد نسيم گل طوطاخيل وايي، همدا لامل دى چې دامهال د ښوونځيو فارغان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي. " لويه تشه چې دا مهال په دې برخه کې موجوده ده داده چې اوس افغان حکومت د پلان وزارت نه لري، پخوا د پلان وزارت هر پوهنتون ته د اړتيا وړ کدرونو ليست ورکاوه او د همدغه ليست پر بنسټ به پوهنتونونو هم محصلان جذبول." که څه هم د افغانستان د لوړو زده کړو او هغو ته د نويو محصلانو د بريالي کېدو په اړه حکومت او خپلواک شنونکي په بېلابېلو سترگو گوري، خو که وکتل شي، دغې چارې افغان لوستو ځوانانو ته ډېرې ستونزې پيدا کړې دي. د کابل پوهنتون استاد او د افغانستان د ملي شورا يوتن غړى احمد ضيا رفعت وايي، که له دولسمو ټولگيو نه د فارغېدونکو ځوانانو د لوړو زده کړو ستونزه حل نه شي، په راتلونکو کلونو کې به له دغې برخې نه افغانستان ډېرې ستونزې وگالي. " د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې همدا اوس له شپږو ميليونو ډېر زده کوونکي په ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي، که موږ په يوه دوولس کلنه دوره کې يوازې يو ميليون ددغو کسانو د زيان په توگه ومنو، په پاتې پنځو ميليونو کې به چې هغه هم په دوولسو دورو ووېشو لږ تر لږه به د نوييمې لسيزې په نيمايي کې ٤٥٠ زره کسه فارغان ولرو چې په لوړو زده کړو کې ددغو کسانو د منلو لپاره د اوچتو گامونو پورته کولو ته اړتيا ده، خو تر دې مهاله د داسې گامونو د اوچتولو څرک نه لگېږي. "
دا لومړى ځل نه دى چې د افغانستان د لوړو زده کړو په برخه کې د کانکور د ازموينې د پايلو له څرگندېدو وروسته د دغو پايلو په اړه د ښوونځيو فارغان شکايتونه کوي. په تېرو کلونو کې هم يو زيات شمېر افغان ځوانانو د لوړو زده کړو وزارت له دغې پاليسۍ نه چې د ښوونځيو ټول فارغان نه جذبوي او يا هم هغه کسان چې په آزموينه کې لوړې نمبرې اخلي خو د خپلې خوښې پوهنځي ته نه بريالي کيږي سر ټکولى و، خو د لوړو زده کړو وزارت بيا وايي چې د فارغانو د جذب خبره تر ډېره د پوهنځيو په ټاکنه او تر څنگ يې د پوهنتونونو د جذب په توان پورې تړلې ده. همدې لامل په زرگونو افغان ځوانان وروسته له دې چې له ښوونځيو فارغيږي بې کاريو او يو لړ نورو داسې کارونو ته اړ کړي چې خپله دوى هم لېوالتيا نه ور سره لري. د غزني ولايت اوسېدونکى ميرويس پښتون ددې ترڅنگ چې پوهنتون ته د نه بريالي کېدو په اصلي لامل نه پوهيږي وايي، له ډېرو ستونزو او درس ويلو وروسته اړ دى چې ازاد کار پيل کړي او زده کړو ته شاکړي. د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښوونځيو د فارغانو د لږ جذب موضوع که له يوې خوا په دغه هيواد کې يوزيات شمېر هغه کسان چې غواړي د خپلې خوښې پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړي نهيلي کوي، له بلې خوا ددغه هيواد په سلگونو زرو وزگارو ځوانانو شمېره هم لوړوي. همدا اوس د افغانستان له شلو ډېر دولتي او نهه خصوصي پوهنتونونه ددې جوگه نه دي چې ټول هغه ځوانان چې له ښوونځيو فارغيږي جذب کړي، له همدې امله به دغه کسان ټولنې ته د داسې کسانو په توگه وړاندې کيږي چې نه به د کار زمينه ورته مساعده وي او نه هم د زده کړو، هغه هم په داسې حال کې چې حکومت په دې اړه کوم ځانگړى پلان نه لري . د ډېرو په اند دغه ستونزه ښايي په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان د وزگارو خلکو شمېره څو چنده کړي او په دې توگه افغان حکومت له سختو ستونزو سره مخامخ کړي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||