BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:25 گرينويچ 2007 ,26 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په غزني کې چاودنې پنځه ماشومان وژلي

افغان ماشومان
چاودنه د کلي په لوبغالي کې د ماشومانو د لوبو پر مهال پېښه شوې
د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د يوۀ بم په چاودنه کې پنځه ماشومان مړه او دوه ټپيان شوي.

عيني شاهدان وايي يو چاودېدونکى توکى چې په پلاستيکي بوشکه کې تازه اېښودل شوى و هغه مهال وچاودېد چې ماشومانو پرې لوبې کولې.

پېښه نن (شنبه) غرمه په لغړو کلي کې شوې.

د اندړو ولسوال عبد الرحيم ديسيوال بي بي سي ته وويل په وژل شوي کې څلور کوچني هلکان او يوه نجلۍ شامل دي. دۀ وويل د ماشومانو په لوبغالي کې چاودنه د هغه بم لامله رامنځته شوې چې وسله والو طالبانو غوښتل حکومتي ځواکونو ته يې چېرته ځاى پر ځاى کړي.

خو وسله وال طالبان د بم د ځاى پرځاى کېدو کې لاس لرل رد کړي او چاودنه يې د زاړه ماين لامله بللې. خو سيمه ييز اوسېدونکي وايي په دې سيمه کې پخوا زاړه ماينونه يا نور چاودېدونکي توکي نه وو.

همدې سيمې ته نژدې تېر کال هم يوه ښځه او يو سړى هغه مهال مړه شوي ول چې گاډى يې پرتازه خښ شوي د سړک د غاړي بم باندې ختلى و.

غزنى د نورو سويلي ولايتونو په څېر په زياتېدونکې توگه د تاوتريخوالي شاهد دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت