BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:00 گرينويچ 2006 ,11 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالب بريدونه ماشومان له ښوونځيو راگرځوي

د افغانستان د کونړ په ولايت کې نن ( د وري ٢٢ د اپريل ١١ ) د طالب اورپکو له خوا پر يوۀ ښوونځي باندې د توغنديو په بريد کې شپږ ماشومان ووژل شول .

ملگري ملتونه او افغان دولت وايي چې طالب اورپکو د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې په سلگونو ښوونځي سوځولي دي .

دغه ماشومان وايي دوى هره ورځ دوه کيلومتره مزل کوي چې ښوونځي ته لاړ شي . د افغانستان د کندهار ، هلمند ، زابل ، خوست ،. پکتيکا ، کونړ او لغمان په ولايتونو کې طالب اورپکو پر ښوونځيو ، ښوونکو او زده کوونکو په دې وروستيو کې بريدونه کړي دي .

زما نوم احمد دى ، زۀ د دريم ټولگي زده کوونکى يم ، نن سبا مو د سبقونو خونده نشته ، ښه ښوونکي له ډاره نه راځي .

زما نوم نجيب الله دى زۀ د زابل ولايت د شيخ متي ښوونځي په شپږم ټولگي کې يم ، پخوانى ښوونځى مو په بريد کې ويجاړ شو اوس هره ورځ يو ساعت مزل کوم چې دې نوي ښوونځي ته راشم . زۀ غواړم چې ډاکټر شم

زۀ محمد اصف نوميږم د دويم ټولگي زده کوونکى يم . له ماينونو ډير ډاريږم زما ډير ملگري د ماينونو له امله ښوونځيو ته نه راځي

زما نوم محمد نصير دى د ارزگان په ولايت کې د ١١ ټولگي زده کوونکى يم . زموږ په سيمه کې پر ٧ ښوونځيو بريد شوى دى . ښوونکي له ډاره نه راځي طالبان نه غواړي چې موږ سبق ووايو .

زما نوم فرشته ده هر ځل چې ښوونځي ته ځم ډاريږم ، هره ورځ په بله لاره ښوونځي ته ځم . زما ډيرې خورلڼې اوس ښوونځي ته نه راځي . که لويه شم غواړم چې خبرياله شم .

زما نوم محمود دى د بريدونو له امله نور ښوونځي ته ځم له خپل پلار سره په دوکان کې کار کوم خو ډير کله ژاړم زۀ نه غواړم چې دوکاندار شم چې لوى شم غواړم پېلوټ شم

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت