BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:57 گرينويچ 2007 ,22 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
غزني ته 'د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنې' لقب
د غزني ښار
د اسلامي هېوادونو په ټولنې پورې تړلې د ښوونې، ساينس او کلتور موسسې، آيسيسکو، پرېکړه کړې چې د افغانستان د غزني ښار په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي نړۍ د تمدن او کلتور پلازمېنه ونوموي.

په کابل کې د اطلاعات و کلتور له وزارت څخه يوه خبرپاڼه وايي دا پرېکړه د اسلامي هېوادونو د کلتور د وزيرانو په شپږمه غونډه کې وشوه چې د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کې جوړه شوې ده.

د خبرپاڼې له قوله، د افغانستان د اطلاعات و کلتور وزير کريم خرم چې په دغې غونډه کې يې گډون کړى دا پرېکړه نه يوازې د افغانانو، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره يو وياړ بللې.

د شاوخوا ٥٧ اسلامي هېوادونو د کلتور وزيران په طرابلس کې د آيسيسکو لخوا سره غونډ شوي چې د راتلونکي کلونو لپاره د اسلامي نړۍ پر کلتوري اړيکو او پلانونو خبرې وکړي.

غزنى د اسلامي تاريخ او د منځنۍ او سويلي اسيا د تېر هغه برخه ده چې تر ټولو زيات يې د لسمې ميلادي پېړۍ په پاى او د يوولسمې پېړۍ کې نوم ايستلى. د محمود غزنوي د سلطنت په پېر کې غزنى د غزنوي امپراتورۍ مرکز و. د دغې امپراتورۍ لمنې د هند له نوي ډيلي، د ايران تر سويله او د منځنۍ اسيا تر پخوانۍ بخارا پورې غوړېدلې وې.

تر اوسه معلومه نه ده چې د اسلامي نړۍ د تمدن پلازمېنه به يو سمبوليک نوم وي چې غزني ته ورکول کېږي، که به څۀ عملي کارونه هم ورسره ملۀ وي.

ورسره تړلي نور خبرونه
يونسکو د رنگارنگۍ کلتور ومانۀ
21 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت