 | | | امريکا وايي دا تړون نيمگړتياوې لري او ښايي د هالي ووډ د فلمونو د صادرولو مخه ونيسي |
په پاريس کې د ملگرو ملتونو په کلتوري ټولنه يونسکو کې د هيوادونو استازو د امريکا له کلک مخالفت سره سره د کلتوري رنگارنگۍ په اړه يو تړون ومانه. دا تړون چې فرانسه او کاناډا يې ترشا ټينگ ولاړ وو، هيوادونو ته دا واک ورکوي چې د وړ اقداماتو په کولو سره خپل ځايي کلتور د نړيوالېدو له اغېز نه خوندي وساتي. امريکا وايي دا تړون خورا نيمگړتياوې لري او ښايي د هاليووډ د فلمونو او د نورو امريکايي صادراتو د بندولو لپاره ترې کار واخيستل شي. |