|
د افغانستان د اطلاعاتو و کلتور وزارت په تير کال کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اوونۍ بحث مو په افغانستان کې د بيلا بيلو وزارتونو د حساب د اوونۍ په پلمه د اطلاعاتو کلتور وزارت چارو ته کتنه ده . دغه بحث چې په کابل کې عبدالمالک عاصم ترسره کړى د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستيال پوهنمل نصرالله ستانکزى او د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد پوهيالى شفيق وردگ پکې برخه وال دي . د افغانستان په شمال كې د پښتو ادب د پراختيا لپاره هلې ځلې پيل شوي دي . د بلخ او څيرمه ولايتونو ځوانان د مزار شريف په ښار كې مشاعرې او ادبي غونډې كوي .د بغلان ولايت ځوانان د بغلان د ادبي بهير له نامه ادبي او كلتوري فعاليتونه او ورته غونډې كوي . په بلخ كې خو د پرخې مجله له يوه كال راهيسې چاپيږي او اوس د بغلان له ولايت څخه د پسرلي په نامه يوه مجله هم له چاپه راوتلې ده . حنان حبيبزي د پرخې مجلې له مرستيال مسول او پسرلي مجلې د مسول مدير سره په دغو ولايتونو كې د ادبي هلو ځلو په اړه مركه كړې ډۀ . فرانسې د پاريس په سيمه کې، و وال دو مارن Val-de-Marne په ولايت کې د ١٥کالو راهيسې په هرو دوو کالو کې يو وار شاعران سره راټولېږي، د شعر مينه والو سره ګوري او خپل غږ ور رسوي. سږکال يې اتمه غونډه د نوامبر له ١٦ تر ٢٧(د لړم له ٢٦ د ليندۍ تر٦ ) پورې دوام لري. سږکال ورته ٢٤ فرانسوي ژبي او ١٨ بهرني شاعران راغوښتل شوي. له ښاغلي نذير احمد نذير سره مو په دې مشاعرې خبرې کړي دي ، دى په دغې مشاعرې کې د افغانستان استازيتوب کوي . پېلوزې ايمل پسرلى وړاندې کوي. د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي . دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ . | ورسره تړلي نور خبرونه د استاد شپون داستاني نثر د لويديځې نړۍ لومړنۍ ناول10 جولاى, 2005 | خبرونه د اوسکار جايزې ، په ادب کې فلسفي ارزښتونه يادوو06 مارچ, 2005 | خبرونه د لويديځ ختيځپوهان 13 فبروري, 2005 | خبرونه د ١٣٨٣ لمريز کال په ترڅ کې پښتو شعر، بالزاک او د هغه انساني کوميدي03 اپريل, 2005 | خبرونه د ارواښاد حميدي او وجدي کاري ژوند اندرې ژيد او کندهار نندارې15 مۍ, 2005 | خبرونه د فولکلوري ارزښتونه او ارزښتونه او ادب څه تړاو لري09 مۍ, 2005 | خبرونه د ليکوالو ټولنه بيا جوړه شوه هاشم زماني ومړ19 جون, 2005 | خبرونه روسي داستاني اثار او شوروي - افغان جګړه26 جون, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||