BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:28 گرينويچ 2005 ,06 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اوسکار جايزې ، په ادب کې فلسفي ارزښتونه يادوو
News image
پېلوزې هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې اوريدلى شئ
پېلوزې دا اوونۍ د اوسکار جايزې ، په ادب کې فلسفي ارزښتونه او البرت کاميو يادوي.

د اوسکار جايزې ووېشل شوې .

ولې د يوۀ ميليون ډالرو معشوقې ډير څه ترلاسه کړل ؟

د هالي ووډ د ځينو فلمونو مرستياله لارښوده يا اسسټنټ ډايريکټره فرشته احمدي او افغان فلم جوړونکی او لارښود واحد نظري په خپل بحث کې دا هم وايي چې کلينت ايسټورډ له ستوري تر لارښوده څرنګه ورسيد.

ادبيات او د انسان دنننه نړۍ ، په ادب کې فلسفي ارزښتونو ته کتنه ده چې ښاغلي اکبر کرګرليکلی دی . په دغۀ کتاب له ښاغلي کرګر سره مرکه شوې ده.

کلينت ايسټورډ له ستوري تر لارښوده څرنګه ورسيد؟
د ادبياتو لپاره د نوبل د جايزې ګټونکی البرت کاميو يادوو او پر يوۀ اثر يې د استاد نجيب منلي ارزونه اورو .

ايمل پسرلی به د نويو پښتو کتابونو د نوم لړ په يادولو پېلوزی بشپړوي .

د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي . دا پروگرام هره اوونۍ د شنبه په ماښامنۍ ، د يکشنبه په سهارنۍ او د دوشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت