 |  پېلوزې هره اوونۍ دکتابونو شننې هم خپروي | دا اوونۍ پېلوزې د لويديځ ختيځپوهان يادوي . زموږ اوونيز بحث دا پوښتنه څېړي چې ولې اوس د لويديځ په نوي کوول کې ختيځپوهان نشته . پوهاند زيار او استاد نجيب منلى يې د ځواب ويلو هڅه کوي .د پښتو د لنډو کيسو د يوې نوې ټولگې ليکوال ، محمود نظري ، پر خپلو کيسو غږيږي ، او د دعوت مهالنۍ د ١٦ مې کاليزې په پلمه د دغې خپرونې له مسوول چلونکي سده مرکه لرو . د تل غوندې به ايمل پسرلى د نويو کتابونو له نوم لړ سره پېلوزې بشپړوي  |  زموږ اوونيز بحث دا پوښتنه څېړي چې ولې اوس د لويديځ په نوي کوول کې ختيځپوهان نشته  |
د پېلوزې هنري ادبي پروگرام د سيمې او نړۍ ادبي او هنري مسايل په بحث ، مرکې او خبر کې رانغاړي . دا پروگرام هره اوونۍ د جمعې په ماښامنۍ ، د شنبه په سهارنۍ او د يکشنبه په ماپښينۍ خپرونه کې اوريدلى شئ . |