BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:18 گرينويچ 2007 ,23 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د تللي پرتم ياد: غزنى 'د اسلامي کلتوري پلازمېنې' په توگه
غزنى
د غزني هغۀ پرتمين حالت ته په پرتله، دغه ښار اوس پر يوې کنډوالې بدل شوى
غزنى چې په وروستيو کې يوازې د جگړو په تودو خبرونو کې يادېږي، په اړه يې يو ښۀ خبر له همدې ځايه نه، بلکې په زرگونو ميله ليرې له شمالي افريقا نه راغى. د لېبيا په پلازمېنه طرابلس کې د اسلامي هېوادونو ټولنې (OIC) غزنى د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمينې په توگه ونوماوۀ.

د او آى سي اړوند د اسلامي تعليمي، علمي او کلتوري موسسې يا آيسيسکو د کلتور د وزيرانو په شپږمه غونډه کې غزنى په ٢٠١٣ ميلادي کال کې د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنه بلل شوې.

د آيسيسکو چارواکو بي بي سي ته وويل دغه نومونه کوم سمبوليک لقب نه دى، بلکې د اسلامي هېوادونو ټولنه او افغان حکومت به همدلته يو شمېر پروژې او کارونه ترسره کوي، چې د غزني نوم يو ځل بيا د يوۀ پېر د تمدن د زړۀ په توگه تازه کړي.

محمد يونس برهان د غزني تېر او اوس ته کتنه کړې
غزنه، غزنين، يا غزنى هغه نوم دى چې د اسلامي تاريخ او تمدن يو له خورا روښانو دورو سره تړلى. د لسمې ميلادي پېړۍ په پاى کې د يمين الدوله سلطان محمود د امپراتورۍ له راټوکېدو سره، دغه نومورکى ښار د سيمې په تر ټولو لوى کلتوري مرکز واوښت.

له علم او ادب سره د سلطان محمود د مينې له برکته، غزنى په يوولسمه ميلادي پېړۍ کې د اسلامي تمدن پلازمېنه وه. د غزنوي په دربار کې د زمانې تر ټولو پياوړي پوهان، اديبان، شاعران او ديني عالمان را ټول ول.

ابو ريحان محمد البيروني د خپل ژوند ډېره برخه همدلته تېره کړه. البيروني، د کامبريج پوهنتون لخوا د اسلام د تاريخ په وينا، د گردو اسلامي دورو تر ټولو پياوړى عالم دى. دغه تاريخ ليکي: ''په قوي احتمال له علمي اړخه د مسلمانانو د نوم نړيوال کېدل په البيروني پورې تړلي دي. ''

هغه مهال په غزني کې داسې پوهنتونونه، جوماتونه، کاروانسرايونه او علمي او کلتوري مرکزونه جوړ شوي وو چې اوس هم کابو ټول تاريخونه دغه ښار د وخت د اسلامي تمدن مرکز نوموي. د همدغې مادي او مانوي ښېرازتيا لامله و، چې غزني ته يې د عروس البلاد يا د ښارونو د ناوې لقب ورکړى.

 د غزني هغه پرتمين حالت ته په پرتله، دغه ښار اوس پر يوې کنډوالې بدل شوى. د هغۀ ځلانده پېر يوازيني پاتې شونې د ښار په درشل کې دوه دنگ نيمى وران منارونه دي چې پخوا د غزنوي امپراتورۍ د پلازمېنې دروازه يې جوړوله. دغه منارونه اوس له لويې لارې گوښه په سپېره دښته کې د غزني د تللي پرتم په ياد خورا ساړۀ ولاړ دي.

غزنى د هغې امپراتورۍ پلازمېنه وه چې له عراق او د خزر له سمندر څخه تر گنگا سيند پورې او له اورال سمندر تر ماورائ النهر او د هند تر سمندر پورې پراخه وه. د دې سترواکۍخپروونکى محمود غزنوي په ١٠٣٠م ميلادي کال کې ومړ.

خو کله د يوۀ مدنيت د بنسټگر له مړينې سره جوخت د هغۀ تمدن ژوند هم په نړېدو شي. لکه چې له غزني او غزنوي پېر سره هم همداسې وشول. د غزنويانو د ځايناستو واکمنانو غوريانو او بيا چنگيزيانو لخوا له دوه ځلې بشپړ سوځېدو او عام وژنې وروسته، غزنى بيا هماغه د ښارونو ناوې پاتې نه شو.

غزنى که دوه ځلې وران هم شو، ډېر شمېر تاريخي ابدات او يادگارونه چې په ښه معمارۍ کلک جوړ شوي وو، تر يوځايه جوړ پاتې شول. په تېره ميلادي پېړۍ کې لاهم غزنى د افغانستان يو له هغو ځايونو و چې تر ټولو زيات سيلانيان به ورته راتلل.

په ١٩٢٣ ميلادي کال کې د لرغونپوهنې يوۀ فرانسوي پلاوي او په ١٩٥٧ کال کې يوۀ گډ افغان او ايټالوي پلاوي د غزني په تاريخي اثارو اوږدې څېړنې وکړې چې د زر کاله پخوا ځينې خورا ارزښتمن تاريخي توکي پکې راسربېره شول.

د غزني تاريخي کلا چې تر زر کاله يې زيات عمر دى او له کېندنو خوندي نه ده پاتې شوې
د وروستيو جگړو په ترڅ کې، د غزني ډېر ارزښتمن اثار تالا ترغه شول او په پاتې تاريخي ځايونو کې کېندنې پيل شوې

د دغې سيمې ستر اسلامي هنري اثار د غزني په موزيم کې ځاى پر ځاى شول چې له امله يې د غزني موزيم په افغانستان کې تر ټولو شتمن هغه شو.

د شلمې پېړۍ له نيمايي وروسته غزنى د افغانستان د اسلامي پېر د اثارو تر ټوله لويه زېرمه اعلان شوه. له دې سره گڼ بهرني لرغون پېژندونکي او سيلانيان غزني ته رامات شول.

په غزني کې د مېشتو ځايي لرغونپوهانو او اوسېدونکو له خولې، د غزني را ټول شوي تاريخي اثار د شوروي ضد جهاد کلونو کې هم تر ډېره خوندي پاتې شول.

دغو اثارو او پاتې شونو ته تر ټولو لوى زيانونه په ١٣٧١ لمريز کال کې د کورنۍ جگړې له پيل وروسته ور واوښتل. د غزني موزيمونو ډېر توکي تالا ترغه شول او ويل کېږي چې ډېر يې بهر ته په قاچاق يووړل شول. په پاتې تاريخي ځايونو کې کېندنې پيل شوې او خپله د ځايي چارواکو په وينا، دغه کيندنې آن تر دا وروستيو کلونو پورې روانې وې.

 غزنى که دوه ځلې وران هم شو، ډېر شمېر تاريخي ابدات او يادگارونه يې چې په ښه معمارۍ جوړ شوي وو، تر يوځايه جوړ پاتې شول. دغو اثارو او پاتې شونو ته لوى زيانونه د کورنۍ جگړې له پيل وروسته ور واوښتل.

غزنى که دوه ځلې وران هم شو، ډېر شمېر تاريخي ابدات او يادگارونه يې چې په ښه معمارۍ کلک جوړ شوي وو، تر يوځايه جوړ پاتې شول. دغو اثارو او پاتې شونو ته تر ټولو لوى زيانونه د کورنۍ جگړې له پيل وروسته ور واوښتل.

د غزني هغه پرتمين حالت ته په پرتله، دغه ښار اوس پر يوې کنډوالې بدل شوى. د هغۀ ځلانده پېر يوازيني پاتې شونې د ښار په درشل کې دوه دنگ نيمى وران منارونه دي چې پخوا د غزنوي امپراتورۍ د پلازمېنې دروازه يې جوړوله. دغه منارونه اوس له لويې لارې گوښه په سپېره دښته کې د غزني د تللي پرتم په ياد خورا ساړۀ ولاړ دي.

د غزني د امپراتورۍ او تمدن بنسټگر سلطان محمود هم له ښاره ختيځ لور ته د خټينو کورونو په منځ کې په يوۀ خړپړ زيارت کې خښ دى. که کوم سيلاني يا د اسلامي تاريخ لوستونکى تر لاس نيولى دغۀ قبر ته ونه درول شي، ښايي په گرانه به دا باور وکړي چې دا دې د يمين الدوله سلطان محمود غزنوي زيارت وي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت